د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان خلیلزاد ته د همکارۍ ډاډ ورکړی دی


زلمي خلیلزاد د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره د لیدنې پرمهال
زلمي خلیلزاد د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره د لیدنې پرمهال

زلمی خلیلزاد اسلام آباد ته په خپل سفر کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره په لیدنه کې پر پاکستان غږ کړی چې د افغانستان د سولې له بهیر څخه ملاتړ وکړي.

د افغانستان د پخلاینې په برخه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ښاغلی خلیلزاد سیمې ته په خپل دریم سفر کې پاکستان ته رسیدلی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند محمد فیصل په خپل ټویټر لیکلي چې ښاغلي خلیلزاد د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ته ویلي چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره د پاکستان همکاري غواړي.

ښاغلی فیصل وایي "د بهرنیو چارو وزیر قریشي د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ته ډاډ ورکړ چې د سولې مذاکراتو څخه به ملاتړ کوي".

د افغانستان د سولې او پخلاینې په برخه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد خپل دریم سفر د دسمبر په ۲ نیټه پیل کړی چې د هغه دغه سفر د دسمبر تر ۲۰ پورې دوام کوي.

ټاکل شوې چې په دغه سفر کې ښاغلی خلیلزاد له پاکستان نه وروسته افغانستان، روسیې، ازبکستان، ترکمنستان، بلجیم، متحده عربي امارات او قطر ته هم لاړ شي.

XS
SM
MD
LG