د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا اوس هم په افغانستان کې د سولې لپاره پاکستان ته اړتیا لري؟


د پاکستان صدراعظم عمران خان د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هغه لیک په ځواب کې چې یې ورنه غوښتي د افغانستان د سولې په پروسې کې مرسته وکړي، خبریالانو ته په خبرو کې ویلي چې کوښښ به وکړي چې طالبان د سولې د مذاکراتو لپاره اماده کړي.

ولسمشر ټرمپ پداسې وخت کې عمران خان ته لیک استولی دی چې د افغانستان او سیمې لپاره د امریکا خاص استاځی زلمی خلیلزاد سیمې ته بیا سفر کوي.

د پاکستان او د امریکا اړېکې د افغانستان د سولې په اړه د تیرې څه مودې راهیسې خرابې شویدي خو د چارو کارپوهانو هیله څرگنده کړیده چې د ولسمشر ټرمپ وروستی لیک کیدی شي د پاکستان سره د اړیکو په سمولو کې مرسته وکړي

د پاکستان یو پخوانی سناتور افراسیاب خټک امریکاغږ ته وویل چې د لیک د تفصیل په اړه معلومات ندي خپاره شوي خو پداسې وخت کې چې امریکا د سولې لپاره د طالبانو سره مستقیمې خبرې کړیدي نو د پاکستان نه د مرستې غوښتنې ته څه ضرورت دی؟

ښاغلی خټک زیاتوي "عمران خان خبریالانو ته د لیک په اړه وینا کړیده خو په لیک کې څه لیکل شویدي دغه تفصیل یې ندی ورکړی. د لیک د تفصیل معلومیدو مخکې دا ډیره مشکله ده چې پدی اړه تبصره وشي. دا ډیره عجبه ده ځکه چې رپورټونه وایي چې خلیلزاد د طالبانو د مشرانو سره ملاقاتونه کړیدي نو بیا د ټرمپ د پاکستان نه د مرستې غوښتنه څه معنی لري؟"

د واشنگټن د ولسن څیړنیز مرکز کې د جنوبي اسیا د چارو کارپوه مایکل کگلمین د ښاغلي خټک نه مختلف نظر لري. هغه وایي چې پاکستان د افغانستان د سولې د پروسې په تړاو اوس هم ډیر مهم ملک دی. هغه وویل

دغه لیک دا یادونه کوي چې د ولسمشر ټرمپ اداره د دی باوجود چې د پاکستان په وړاندې سخت دریځ لري، غواړي چې د پاکستان سره داسې اړیکې ولري چې یوځاې ورسره کار وکړی شي.

هغه زیاته کړه چې واشنگټن اوس مهال په افغانستان کې د سولې د پروسې په اړه د تیر بل هر وخت زیات جدي دي. "امریکا دی نتیجې ته رسیدلي ده چې دوي په افغانستان کې د سولې لپاره پاکستان ته ضرورت لري. هغه کسان چې دا غواړي امریکا دې په پاکستان سختي وکړي، هم باید پدی پوهه شي چې امریکا اسلام اباد نشې ناراضه کولی"

د یادونې وړ ده چې دا لمړی ځل دی چې ولسمشر ټرمپ د پاکستان صدراعظم عمران خان نه د افغانستان د سولې په اړه لیک استولی دی.

پاکستان تروسه پورې د ټرمپ لیک ته رسمي ځواب ندی ورکړی

  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار  د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG