د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا په سوریه کې د کردانو د مصونیت دپاره د ترکیې نه تضمین غواړي


د سوریې او ترکیې په سرحد کې د کردانو د ازاد لښکر سره امریکايي قواوې د داعش پرضد جنګیدل.
د سوریې او ترکیې په سرحد کې د کردانو د ازاد لښکر سره امریکايي قواوې د داعش پرضد جنګیدل.

د امریکا د ملی امنیت سلاکار جان بولټن وایي د سوریی نه به امریکايي عسکر تر هغې ونه وځي چې ترکیې د سوریې په شمال کې د کردانو په ضد د بریدونو نه کولو ژمنه ونکړي.

جمهور رئیس ډانلدټرمپ د دسمبر په ۱۹ د خپلو عسکرو د ناڅاپي وتلو خبر ورکړ. پدې خبر سره په سوریه کې د امریکا ترحمایت لاندې کردان اندیښمن دي. او ترکیه په پام کې لري چې د سوریې په شمال کې د کردانو په کنترول کې سیمو باندې پدې بهانه بریدونه وکړي چې وایي د کردانو د ترهګرو ډلې سره ملګري دي.

جمهور رئیس ټرمپ د دسمبر په ۱۹ د خپلو عسکرو د ناڅاپي وتلو خبر ورکړ.
جمهور رئیس ټرمپ د دسمبر په ۱۹ د خپلو عسکرو د ناڅاپي وتلو خبر ورکړ.

سلاکار بولټن نن ترکیې ته ځي او د هغو کردانو په ارتباط ضمانت غواړي چې په سوریه کې د داعش پرضد د امریکا په ملاتړ يي کامیابه جګړې کړې دي.

د امریکا دا پلان چې خپل څه ناڅه دوه زره عسکر به د سوریې نه وباسي، داسی اندیښنې رامنځ ته کړي چې کیدلی شي په روانه جګړه کې نورې ښکیلې ډلې دغه تشه ډکه کړي. ترکیې د کردانو پرضد د عملیاتو خبر ورکړې او په روسیې هم شک دی چې د امریکایانو د وتلو سره به د تیلو غني سیمو ته دننه شي. اسرائیلو د ایران د مداخلې خبرداری ورکړی او داسې اندیښنې هم شته چې کیدای شي د اسلامي دولت ډله دغه سیمې بیرته ونیسي.

خو جمهور رئیس ټرمپ وایي د عسکرو وتل به يي یو څه وخت ونیسي. د ښاغلي ټرمپ په وینا امریکایان د سوریې نه وځي او خو وایي داسی يي هیڅکله ندي ویلي چې په ناڅاپي ډول به امریکايي عسکر وباسي، بلکې لمړی به د داعش ډله له منځه وړي.

ټرمپ د همدې خبرې دپاره خپل د ملي امنیت سلاکار منځني ختیځ ته لیږلی چې د ترکیې او اسرایل په څیر په سیمه کې د خپلو متحدینو سره د عسکرو په ایستلو مشوره وکړي. جان بولټن په اسرایل کې رسنیو ته وویل امریکا په سیمه کې د خپلو متحدینو سره د جمهور رئیس پدې ارادی چې خپل عسکر وباسي خبرې کوي، خو ددی کار مخکې غواړي مطمین شي چې د سوریې په شمال شرق کې داعش ماتې وخوري او د بیاقوت موندنې توان پیدا نکړي. د بولټن په وینا امریکا باید پدې هم ډاډه شي چې په سیمه کې د اسرایل او د امریکا د نورو متحدینو دفاع موجوده وي او هغه کسان خوندي اوسي چې د امریکا سره یوځای د داعش او نورو ترهګرو ډلو پرضد جنګیدلي دي.

په سوریه کې د کردانو دا ډله 'د کردانو د ساتنې لښکر' نومیږي.
په سوریه کې د کردانو دا ډله 'د کردانو د ساتنې لښکر' نومیږي.

کردان په عراق او سوریې کې د داعش پرضد، په لمړۍ کرښه کې جنګیدلي. اوس د امریکايي عسکرو د وتلو سره دا ویره شته چې د سوریې حکومتي ځواکونه او د ترکیې لخوا به پری حملې وشي. د ترکیې جمهوررئیس رجب طیب اردوغان د صبر خبره کوي، خو د عملیاتو د ځڼډولو خبره نه کوي او وایي د سوریې په شمال کې ترهګر له منځه وړي.

اردوغان وایي د ښاغلي ټرمپ تیلیفون کولو، او د امریکا د نورو دیپلوماتیکو او امنیتي حلقو لخوا تماسونه او بیانونه ددی سبب شوو چې ترکیه لږ صبر وکړي، خو دا انتظار بالاخره یو حد لري.

جان بولټن وایي امریکا خپل عسکر د ترکیې د داسی موافقې چې کردان به نه وژنې، په غیر نه وباسي. او د کردانو يي وغوښتل چې متحد شي او د سوریې د هغه حکومت سره له جوړې کولو خودداري وکړي چې جمهور رئیس بشارالاسد يي غواړي د خپل بقا دپاره د نورو عرب مشرانو حمایت ترلاسه کړي.

XS
SM
MD
LG