د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: د امریکا سره مذاکرات په ټپه دریدلي


Khalilzad Taliban talks
Khalilzad Taliban talks

د طالبانو یو ویاند د دوشنبې په ورځ ( جنوري ١۴) ویلي دي چې له امریکا سره د سولې لومړنۍ خبرې په ټپه ودرېدلې دي.

د طالبانو لخوا دغه څرګندونې په داسې وخت کې شوې دي چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا خاص استازی زلمی خلیلزاد چین، پاکستان، هندوستان او ځینو نورو ملکونو ته سفر ترسره کوي.

د طالبانو دغه څرګندونې د سولې پروسې ته یو بله ضربه ده.

د طالبانو یو ویاند د نوم د نه څرګندولو په شرط امریکاغږ ته وویل چې اوس مهال د سولې خبرې درېدلې دي او دا لا نه‌ده معلومه چې راتلونکی ملاقات به کوم ځای او کله کیږي.

د طالبانو ویاند د مذکراتو د ودرېدلو د علتونو د څرګندولو هم ډډه وکړه.

د امریکا د بهرنو چارو وزرات د طالبانو لخوا د خبرو د درېدلو د ادعاګانو په اړه لا تروسه کوم غبرګون نه‌دی ښودل شوی.

داسې ویل کېږي چې امریکا کوښښ کوي طالبان د افغان حکومت سره خبرو ته رضا کړي او طالبان دغه نه مني.

د یادونې وړ ده د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله هم د خبرو په اړه ویلي دي چې تر هغه پورې به د سولې لپاره خبرې جدي و نه گڼل شي چې ترڅو طالبان د افغان حکومت سره خبرې و نه کړي.

XS
SM
MD
LG