افغانې انجلۍ ته هنر منده کيدل سخت کار دی .
ځوانه افغانه سندرغاړې عالیې انصاري امريکا غږ اشنا ته په مرکه کې وويل:
افغانې انجلۍ ته هنر منده کيدل په ځانگړې توگه سندرې ویل آسانه کارنه دی .
«ډير سخت کار دی، زه خپله هم ډير مخالفت سره مخ شوې يم خو مبارزه مې وکړه چې اوس هم دوام لري».
ميرمن انصاري وايي په مهاجرت کې د هنري کارونو سمبالول او پرمخ وړل ورته د اقتصادي ستونزو له کبله سخت شوي.
« زه خپله اقتصادی مشکل لرم،کليپونه نشم جوړولاې څوک نشته چې کمک وکي».
عاليې انصاري په هغو موسسوا و حکومتي ادارو چې ښځو ته کار کوي غږ وکړ چې د وطن نه بهر د دوې په شان ښځینه سندرغاړو په انسجام او د ستونزو په حل کې له ور سره مرسته وکړي.
هغې دا هم وويل هغه نجونې چې خپل هدف ته د رسیدو لپاره په مختلفو دلايلو د خنډ سره مخ کيږي ،په کلک عزم او مبارزه کولې شي خپلو هيلو ته ورسیږي.
عالیې انصاري د مرکې په پيل کې دا پوښتنه ځواب کړې چې د یوې افغانې انجلۍ لپاره د سندرغاړې کيدل څنگه کار دی؟