د لاس رسي وړ اتصالات

داودزی: 'تعدد د ابتکاراتو' د سولې هڅو ته ستونزې جوړوي


طالبان وایي د افغانستان د دولت سره مخامخ خبرې نه کوي.
طالبان وایي د افغانستان د دولت سره مخامخ خبرې نه کوي.

د سولې دپاره د جمهور رئیس محمد اشرف غني استازی وایي په افغانستان کې د سولې دپاره په سیمه کې اجماع موجوده ده او باید په ملي سطحه هم موجوده اوسي.

محمدعمرداودزی (عکس کې منځنی) د جمهور رئیس غني د سولې استازی دی.
محمدعمرداودزی (عکس کې منځنی) د جمهور رئیس غني د سولې استازی دی.

محمدعمرداودزی چې د سولې د عالي شورا د دارالانشا رئیس هم دی، نن یکشنبې (فبروري۳) د متحدعرب ارماتو نه په تیلیفون امریکاغږ/اشناتلویزیون ته وویل چې د افغانستان د سولې د تامین او د جګړې د ختمولو دپاره سیمه ایزه اجماع شته، خو د جګړې د ختم دپاره په افغانستان کې ملي اجماع هم مهمه ده. عمرداودزی وایي ټول باید د دولت د موجوده طرحې ملاتړ او د دولت په مشرۍ هلې ځلې وکړي، ځکه دولت د افغانانو په رایو ټاکل شوی او د ټول افغانستان استازیتوب کوي.

په مسکو کې د افغانانو راتلونکې غوڼډه د فبروري په ۵ او ۶ جوړیږي.
په مسکو کې د افغانانو راتلونکې غوڼډه د فبروري په ۵ او ۶ جوړیږي.

خو د افغانستان د پخواني جمهور رئیس حامدکرزي دفتر نن (یکشنبې فبروري۳) په یوه اعلامیه کې ویلي په فدراتیفه روسیه کې میشتې افغان ټولنې ګڼ شمیر افغان سیاستوالو ته د بین الافغاني خبرو په نوم غونډې ته بلنه ورکړې.

اعلامیه کې ویل شوي چې اوسنیو شرایطو ته په کتو سره چې د سولې هیلې را پیدا شوې دي، دا به د سولې د بین الافغاني خبرو لپاره لومړنی ګام وي، او په دغې غونډه کې د افغانستان د نظام پر ساتنې او پیاوړي کولو ټینګار وشي.

په ورته وخت کې د جمهوري ریاست کاندید حنیف اتمر په ټویټر لیکلي دي چې د هیواد د رهبرانو له يوې ډلې سره د مسکو غونډه کې ګډون کوي. ښاغلي اتمر لیکلي د حکومت څخه هم هیله لري چې د سولې بهير ته له تنګې حکومتي کړکۍ ونه ګوري.

د ښاغلي داودزي پوره مرکه دلته اوریدلی شئ:

محمدعمرداودزی
please wait

No media source currently available

0:00 0:07:55 0:00

جمهور رئیس محمداشرفغني وايي پخوانۍ کیسې به تکرار نه شي، دولت د راتلونکو سلو کلنو لپاره مبارزه کوي با عزته سوله غواړي او هغه سوله ورته د منلو ده چې طالبان د افغانستان اساسي قانون، دفاعي او امنیتي ځواکونه ومني.

XS
SM
MD
LG