د لاس رسي وړ اتصالات

افغان ځوانان: مونږ ته په خپله خوښه ژوند کول سوله ده


د افغانستان د موسیقي انستیتیوت ارکستر یوه ډله د تمرین په وخت
د افغانستان د موسیقي انستیتیوت ارکستر یوه ډله د تمرین په وخت

هغه افغانان چې په نوییمه لسیزه کې زیږیدلي، غواړي د انټرنټ او ټکنالوژۍ په ذریعه د نړۍ د نوي عصر فعالیتونو او فرهنګونو سره وصل شي.

د طالبانو د واکمنۍ پرمهال ځوانانو به د اوږدو ګیرو سره ورزش کاوه، د نجونو تعلیم منع و او د حجاب او محرم په غیر له کوره وتلی نشوې. خو نن سبا دوه لسزې وروسته په کابل او نورو لویو ښارونو کې حالت د نورې نړۍ په څیر بدل شوې دی. صحت، تعلیم او ښاري پراختیا د ټولنې د مدني آزادیو سره یوځای ډير پرمختګ کړې.

په ۱۹۹۹ کال کې د میوند ځوانانو د فوټبال ټیم - کابل
په ۱۹۹۹ کال کې د میوند ځوانانو د فوټبال ټیم - کابل

​پدې اوږده موده کې په میلیونونو ځوانان په ډیرې نا امنه او د نړیوالو ځواکونو د ټینګ څار لاندې عمر تیر کړې. یوازی په ۲۰۱۰ کال، په أفغانستان کې سل زره بهرنیو ځواکونو حضور درلود. اوس ګڼ شمیر ځوانان په خپلو لاسته راوړنو او د اوسني موقف او مسلکي زده کړو خوشحاله دي. خو د سولې د موافقې د ابتدایي طرحې سره چې کیدلی شي بهرني ځواکونه په اتلسو میاشتو کې ووځي، اکثریت ځوانان د خپلې راتلونکې په فکر دي.

د حسن په نوم یو سلماني په ډیره پرمختللې بڼه په کابل کې خپل کار پیل کړې او په ویښتانو جوړولو کې يي خاص مهارتونه زده کړي. حسن نونلس کلن دی او وایي د افغانستان د ثبات په خاطر د طالبانو سره سوله غواړي. د حسن په وینا په سوله کې هرڅوک خپل کاروبار کولې شي، نجونې ښوونځي تلی شي او هلکان په خپله خوښه خپل ویښتان جوړولی شي.

د ۲۰۰۱ کال وروسته په افغانستان کې ډیر ټولنیز بدلونونه لیدل کیږي.
د ۲۰۰۱ کال وروسته په افغانستان کې ډیر ټولنیز بدلونونه لیدل کیږي.

مریم عطایي شپاړس کلنه او د موسیقي د ملي انستیتیوت غړې ده او د پیانو وهلو ځانګړې مهارت يي زده کړې. مریم وایي کوم اندیښنه نلري، خو وایي کیدی شي د طالبانو په بیرته ستنیدو به دا ورته ستونزمنه شي چې د موسیقي زده کړې ته دوام ورکړي.

د رویترز د راپور پر اساس، د سولې په نوې احتمالي موافقه کې دا اطمینان اخستل شوې دی چې طالبان به د القاعدې شبکې او داعش ډلې ته اجازه نه ورکوي چې په افغانستان کې فعالیت او پر امریکا او متحدینو يي برید وکړي. دا د امریکا اصلي غوښتنه ده. دیته ورته اطمینان د هغو ډلو په اړه هم اخستل شوې چې په پاکستان کې دننه فعالیت کوي. طالبانو ویلي چې دوئ غواړي د یو اوربند وروسته په موقت حکومت کې سهم ولري.

د سولې د خبرو بل پړاو د فبروري میاشتې په ۲۵ پیلیږي.
د سولې د خبرو بل پړاو د فبروري میاشتې په ۲۵ پیلیږي.

د طالبانو په وخت کې اکثریت سپورتي او رزمي لوبې بندې وې او د کابل ملي سټوډیوم د بی رحمۍ په داسی میدان مشهور شوی و چې په عام محضر کې به د حاکم رژیم لخوا هغه خلک مجازات کیدل چې د طالبانو د ارزښتونو سرغړونه به يي کړې وه.

کوثر شیرزاد بله ورزشکاره ده چې په کابل کې د موی تای سوک وهنې ټیم کې روزنه اخلي. کوثر اوولس کلنه ده او وایي أفغان ښځو په ورزشي ډګر کې ډيرې لاسته راوړنې لري او هیله منده چې طالبان به دا لاسته راوړنې ومني.

سلطان قاسم سعید بل ځوان دی چې په کابل کې د فیشن په نندارو کې ګډون کوي او پخپله د کالو د فیشن په نندارو کې ګډون کوي. سلطان وایي د هغه او ملګرو سره يي داسی اندیښنه ده چې که طالبان بیا راشي نو کیدی شي د هغوئ د فیشن پروګرامونه بند شي. سلطان وایي طالبان يی ځکه بد راځي چې تشدد کوي، شخړې کوي او بی رحمه دي او هغوئ د جګړې په فکر کې ژوند کوي.

ځوانان او سوله
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:29 0:00

د سولې په کوششونو کې د پرمختګ خبرونه په داسی وخت کې خپریږي چې طالبان لاهم هره ورځ د افغانستان د حکومت او امنیتي قواو پرضد خونړیو بریدونو ته دوام ورکوي. دسولې د خبرو بل پړاو د فبروري په پنځه ویشتمه پیلیږي.

XS
SM
MD
LG