د لاس رسي وړ اتصالات

د روسیې ځانګړی استازی پر افغان سولې خبرو لپاره پاکستان ته تللی


د افغانستان لپاره د روسیې ځانگړی استازی ضمیر کابلوف
د افغانستان لپاره د روسیې ځانگړی استازی ضمیر کابلوف

د افغانستان لپاره د روسیې ځانگړی استازی ضمیر کابلوف په پاکستان کې دی چې د افغانستان د جگړې اړخونه د سولې مستقیمو خبرو ته وهڅوي.

ښاغلی کابلوف په قطر کې د امریکا د ځانگړي استازي او طالبانو ترمنځ د شپږ ورځنیو خبرو وروسته اسلام آباد ته تللی دی. پاکستان وایي د قطر د تیرې اونۍ د خبرو زمینه دوی برابره کړې وه.

یو لوړپوړي پاکستاني چارواکي د پاکستاني چارواکو سره د روسي دیپلومات د خبرو په اړوند د امریکا غږ ته وویل چې "سیمه ییز هیوادونه ځانگړې اندیښنې لري او غواړي چې د افغانستان د حالاتو په هکله نظریات تبادله کړي".

روسیه اندیښنه لري چې د افغانستان پرله پسې بې ثباتي کیدای شي په مرکزي اسیا کې د دوی متحدینو باندې اثر وکړي او په همدې خاطر د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د مستقیمو خبرو لپاره یې خپلې ځانگړې هڅې پیل کړي دي.

په تیر نومبر کې د مسکو په غونډه کې د لومړي ځل لپاره طالبانو د سولې خبرو ته خپل استازي واستول. خو طالبانو د مسکو په غونډه کې د افغان دولت د استازو سره د مستقیمو خبرو کولو نه انکار کړی و. طالبان وایي د امریکا سره خبرې کوي او تر اوسه یې د ښاغلي خلیلزاد سره څو ځلې لیدلي دي.

طالبانو ویلي چې د امریکایي او ناټو ځواکونو له وتلو وروسته به د افغانستان د حکومت سره خبرې وکړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخاروفوا تیره اونۍ خبریالانو ته وویل چې هیواد یې د افغانستان د سولې د پروسې لپاره د واشنگټن د تصمیم هرکلی کوي، خو د هغې په وینا د ښاغلي خلیلزاد هڅه چې طالبان د افغان حکومت سره خبرو ته کښیني ژناکامه شوې ده.

ماریا زخاروفوا زیاته کړه چې د روسیې هڅو تر یو چت لاندې سیالې ډلې سره کښینولې او د هغې په وینا "د امریکا د کوشش په پرتله یې زیات بری ترلاسه کړی دی".

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ویلي، "هیواد یې نیت لري چې د خپلو شریکانو سره د مسکو غونډو ته دوام ورکړي او د امریکا فعالیت ته سترگې په لار دي چې د دوی سره په بشپړه توگه برخه واخلي تر څو د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو لومړی پړاو پیل شي".

پاکستان، روسیه او د افغانستان گاونډی هیواد ایران د طالبانو سره اړیکې ساتي او پدې ټینگار کوي چې له طالبانو غواړي په سوله ییزه توگه د افغانستان اوږدمهاله جگړه پای ته ورسوي.

XS
SM
MD
LG