د لاس رسي وړ اتصالات

یون: پاکستاني فعالین د حکومت له ادرسه د غني د ټوېټ مخالفت کوي


په خیبر پښتونخوا کې د پښتنون ژغورنې غورځنګ د فعالینو په وړاندې د پاکستان حکومت له تاوتریخوالې ډک چلند په اړه د افغان ولسمشر محمد اشرف غني اندېښنې ښودلو په افغانستان او پاکستان کې پراخ بحثونه راوپارول.

ولسمشر غني تېره پنجشنبه پر خپل فېسبوک او ټوېټر ولیکل چې د بشري حقونو نړیوال بنسټونه، رسنۍ او حتا د پاکستان مدني‌ او سیاسي‌ بنسټونه په دغه هېواد کې د پښتونو د حقونو غوښتونکو په وړاندې له تاوتریخوالي ډک چلند تائیدوي‌ او پرې اندېښنه ښيي.

د ولسمشر غني تر ټوېټ وروسته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر پر خپل ټوېټر د ولسمشر محمد اشرف غني څرګندونې په خپلو چارو کې د مداخلې په توګه وبللې.

که څه هم په ټولنیزو رسنیو کې په افغانستان او پاکستان کې د ولسمشر غني د بیان په پراخه کچه هر کلی وشو، خو په پاکستان کې یو شمېر پيژندل شوو ژورنالستانو هم دغه ټوېټ ته سخت غبرګون وښود او هغه وغندۍ.

د دغو فعالینو له ډلې په پاکستان کې د خیبر ټلوېزیون خبریال حسن خان د ولسمشر غني ټوېټ منفي غبرګون ښودلی او هغه یې په پاکستان کې د مېشتو پښتونو له خوښې خلاف بللی او زیاته کړې ده چې نوموړی دي د پښتنو په کور کې له مداخلې ډډه وکړي.

حسن خان مسکو غونډه ولسمشر غني ته د «پیغور» په ډول یاده کړې او دعا یې کړې چې په افغانستان کې د ولسمشر غني محبوبیت کم شوی او زیاته کړې ده چې خپلو نژدې ملګرو یوازې پرېښی دی.

خو د کابل پوهنتون استاد پوهاند محمد اسماعیل یون وايي، په پاکستان حسن خان ته ورته یو شمېر مېښت پښتانه د ملي فکر او د پښتني روحیې نه لرلو له امله ورته څرګندونې کوي.

ښاغلي‌ یون د شنبې په ورځ د «سلواغې پر ۲۰مه» امریکا غږ ته وویل چې حسن خان دغه څرګندونې د پاکستان د حکومت له ادرسه کړي دي.

هغه وویل:"هغوی تر ډېره حده د پاکستان د حکومت پالیسي تعقیبه وي، او د هغوی لخووا ورته الهام کېږي، له هغوی سره لېنک لري، په حکومتي‌ مقاماتو کې کار کوي، په هغو رسنیو کې چې د پاکستان حکومت تر کنټرول لاندې دي، نو دغه ډول خلکو یو ډول منفي غبرګون ښودلی."

نوموړي زیاته کړه یو شمېر هغه پښتانه چې د پاکستان له حکومت سره نژدې اړیکې لري په هغه هېواد کې د پښتونو د حقونو غوښتونکو فعالینو په وړاندې پر تاوتریخوالي سترګې پټې کړي دي.

د ټولنیزو رسنیو یو شمېر نورو افغان کارونکو هم د حسن خان څرګندونو ته تند غبرګون ښودلی دی.

دا په داسې حال کې ده چې روانه میاشت په پاکستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مخکښ غړی رامان لوڼی په هغه هېواد کې د پاکستاني پولیسو لخوا تر وهلو وروسته په روغتون ساه ورکړه او ګڼ شمېر نور یې ونیول شول.

د پاکستان حکومت دغه چلند په نړیواله کچه وغندل شو او پراخ غبرګونونه یې رامنځته کړه.

XS
SM
MD
LG