د لاس رسي وړ اتصالات

حکومت وايي ارمان لوڼی د تشدد له وجې نه دی مړ، کورنۍ یې نه مني


د کوټې د ملکي روغتون سرپرست ډاکټر محمد سلیم ابړو وايي چې د پوسټ مارټم یا د جسد د معاینې په وخت کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مرکزي مشر ابراهیم ارمان لوڼي په بدن د تشدد هیڅ قسم نښې نه دي تائید شوي.

هغه د کوټې د پولیسو له جراح ډاکټرې عایشې فیض سره د یوه ګډ خبري کنفرانس پرمهال وویل چی د ارمان لوڼي د جسد په ظاهري برخو باندې د تشدد کومه نښه نه ده لیدل شوې.

په رپوټ کې ویل شوي " دا زما او زما لخوا د ګمارل شویو تخنیکي ډلې په موجودیت کې د پوست مارټم (د جسد د معاینې) نیتجه ده. دهغه سږی، نس، سینه، د سرکوپړۍ او زړه مکمل روغ و. موږ ېې سږی، پوټکی ، ماغزه، او زړه د عدلي طب د رپوټ د چمتو کولو لپاره استولې دۍ. او همدارنګه مود وینې نمونې د معاینې لپاره استولي دي، چې د هغه د مرګ د اصلي لامل د معلوملو د وروستي رپوټ له چمتو کولو سره مرسته وکړي".

د پښتون ژغورنې غورځنګ مرکزي مشر ابراهیم خان لوڼی څو ورځې مخکې د بلوچستان صوبې د لورلایي په بازار کې د پولیسو او د نورو ادارو پر ضد د غورځنګ په پرلت کې شامل و.

په دغه وخت کې پولیس او د پي ټي ایم، د مشرانو ترمنځ د پرلت په ختمولو شخړه وشوه، د پی، ټي ام مشران وايي چې ارمان لوڼی د پولیسو د تشدد له وجی مړ شو خو پولیس واېي چې ارمان لوڼی د زړه د سکتې له وجې مړ شوی.

د پي، ټي، ایم، غړې او د ابراهیم ارمان لوڼي خور وړانګه لوڼۍ د پوسټ مارټم دغه راپور رد کړی دی. او امریکا غږ اردو څانگې ته وویل چې هغه ددې پیښې د تحقیقاتو دپاره د یوه قضایي کمیسیون د جوړولو غوښتنه کوي او د پاکستان د اساسي قانون په چوکاټ کې د خپل ورور د وژلو د وجې د معلولو دپاره به قانوني مبارزې ته دوام ورکړي.

آغلې وړانګې دا هم وویل:"موږ د لورلايي د پولیسو او د پي، ټي،ایم د غړو ترمنځ د شخړې عینې شاهدان لرو. موږ د یوې میاشتې او یا لسو ورځو وروسته راغلې راپور نه منو. د ارمان وژل له مخکې پلان شوي و. موږ نه د کوټې د ملکي روغتون د سرپرست بیان او نه هم یې د جسد د معاینې رپوټ منو. "

د لورلايي په ښارکې د پي،ټي ایم غړي او مدافع وکیل صادق خان علي زي د امریکا غږ سره په خبرو کې وویل چې پولیسو او نورو ادارو له هماغه پیل څخه هڅه کوله چې وښيي ارمان په خپل طبیعي مرګ مړ شوی او دغو هڅو ته اوس هم دوام ورکوي.

هغه زیاته کړه: "کله مو چې د ارمان مړی د لورلایي روغتون ته یوړو، دهغه نوم ېې هم نامعلومه ولیکه، موږ ېې مړي د پوسټ مارټم له د پاره کوټې روغتون ته راوړ، حال داچې د پوست مارټم ټوله پروسه څوساعته وخت نیسي، او سلیم ابړو خو خپله د جسد معاینه یا پوست مارټم هم نه دی کړی."

د پولیسو ډاکټرې عایشې فیض د خبري کانفرنس پرمهال وویل چې دهغه په ماغزو کې وینه لخته شوې وه. او ډاکټران په دې نظر چې د وینې لخته کېدو لامل ضربه وي.

پولیسو تراوسه پورې د ارمان لوڼي د وژنې راپور هم نه دی ثبت کړې.

د غورځنگ مشر منظور پښتین د ارمان په جنازې کې وویل چې حکومت د د دغه راپور د درجولو لپاره څو ورځې وخت لري او که دا کار یې ونه کړ نو موږ به خپله تګلاره اعلان کړو.

XS
SM
MD
LG