د لاس رسي وړ اتصالات

غني: د سولې په اړه دې مشورتي لویه جرګه راوبلل شي


افغان ولسمشر وايي، د دې لپاره چې د سولې په اړه مشورې نورې هم پراخې شي، د سولې په اړه مشورتي لویه جرګه دې را وبلل شي.

محمد اشرف غني د دوشنبې په ورځ د «سلواغې پر ۲۲مه» په ارګ کې د سولې ملي مشورتي پروسې په غونډه کې وویل چې د سولې په تړاو لویه مشورتي جرګه به د روان کال د حوت میاشتې په وروستیو کې په کابل کې جوړه شي.

ښاغلي غني‌ زیاته کړه چې په دغه جرګه کې دې د افغانستان د ټولو خلکو استازي ګډون وکړي.

نوموړي زیاته کړه:"جناب داودزی صاحب تاسو باندې د سولې د شورا د دارالانشاء د مسؤل په توګه غږ کوم چې د حوت میاشتې په اخیر کې دا لویه مشورتي جرګه په کابل کې جوړه کړئ او حکومت او ټوله اقشار به درسره وي."

ښاغلي غني زیاته کړه چې په یوه کور کې د سولې په اړه بېلابېلو اوازونو ته اړتیا نشته او باید په دې اړه یو اواز شتون ولري.

ولسمشر غني‌ وويل چې تر سولې وروسته د افغانستان د راتلونکې په اړه افغان حکومت جدي کارونه پيل کړي چې د نوموړي په وینا د راتلونکي کال د وري میاشې په لومړنۍ اونۍ کې به د کابل پروسې په دریمه ناسته کې په افغانستان کې د تلپاتې سولې د ټینګېدو پر لارو چارو باندې هر اړخیزې خبرې وشي.

نوموړي‌ له طالبانو وغوښتل چې افغانان ومني‌ او خپل هېواد ته راستانه شي.

هغه وویل: "طالبانو ته مو نیت د سولې دی، اراده د سولې لرو، غواړو تاسو منو چې افغانان یاست، نور افغانان ومنی او دې مملکت ته راشي."

نوموړي په خپله وینا کې یو ځل بیا په مسکو کې تېره اونۍ د وسله والو طالبانو د استازو سره د یو شمیر افغان سیاسي مشرانو او چارواکو له غونډې سره مخالفت وښود او ویې ویل، چې دې له دې وړاندې د سعودي عربستان له پاچا څخه یې په مکه معظمه کې د سولې د تړون د لاسلیک غوښتنه کړې وه، چې د سعودي عربستان پاچا هم دا غوښتنه منلې ده.

ښاغلی غني پر داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې په دې وروستیو کې په کور دننه او بهر د سولې په اړه هڅې زیاتې شوي دي.

نوموړي تېره ورځ په ننګرهار کې هم د قومي مشرانو په یوه غونډه کې وویل چې افغان حکومت چمتو دی چې طالبانو ته په افغانستان کې سیاسي دفتر پرانیزي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغان سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي‌ زلمي خلیلزاد هم افغانستان او اروپا ته خپل پنځم سفر پیل کړی دی.

XS
SM
MD
LG