د لاس رسي وړ اتصالات

مسلمیار: د مسکو غونډه کې یوازې د طالبانو غوښتنو ته پام شوی


د افغانستان د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار
د افغانستان د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار

د افغانستان د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار د ( فبروري په ۹ ) امریکا غږ ته وویل د مسکو په غونډه کې یوازې د طالبانو د ترهگرې ډلې غوښتنې په پام کې نیول شوي چې د هغه په وینا لاسونه یې د خلکو په وینو سره دي.

ښاغلی مسلمیار په هر ډول سوله کې د افغانانو په عزت، د هیواد په ځمکنۍ بشپړتیا، یووالي او عدالت په ټینگار وویل چې سوله د ټولو غوښتنه ده، خو د سولې هر ډول خبري باید د افغان حکومت په مشرۍ او مالکیت وشي.

ښاغلی مسلمیار وایي له پیل څخه یې د مسکو د غونډې مخالفت کړی ځکه په کې د مسلې عمده اړخ چې افغان حکومت دی گډون نه درلود.

دا پداسې حال کې دي چې په ټولنیزو رسنیو کې افغانانو په پراخه توگه د مسکو په غونډې انتقادونه کړي خو شمیر نورو بیا د بین الافغاني خبرو ملاتړ کړی دی.

خو د افغانستان د کورنیو چارو پخوانی وزیر علي احمد جلالي امریکا غږ ته وویل چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې پروسه تازه شروع شوې او دا یې لومړي ګامونه دي. ښاغلی جلالي هم ټینګار کوي چې د سولې د خبرو مشري باید افغان حکومت وکړي.

ښاغلي جلالي د طالبانو سره د سولې په هکله د راولاړو شویو اندیښنو په غبرگون کې وویل "امریکا په روښانه ویلي تر هغه چې ټول مسایل حل نشي او د تیرو ١٨ کلونو د لاسته راوړنو تضمین ونشي نو د سولې په اړه وروستۍ هوکړه نه بشپړیږي."

علي احمد جلالي وویل په ابتدا کې اشتباه دا وه چې حکومت د سولې د خبرو لپاره وسیع ټیم جوړ نکړ او که یې دا کار کړی او ټولې مطرح ډلې یې په دې خبرو کې شاملې کړې وای نو د سولې له خبرو سره مرسته شوی وای.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانگړي استازی زلمی خلیلزاد هم وایي چې لا هم د سولې د پروسې په لومړي پړاو کې دي. د ښاغلي خلیلزاد په وینا "هغه څه چې ترلاسه شوي مهم دي، خو لا هم اوږده لار په مخ کې ده".

ښاغلي خلیلزاد د فبرورۍ په اتمه د امریکا د سولې په انستیتوت کې هیله څرگنده کړه چې د افغانستان له ولسمشریزو ټاکنو مخکې د سولې د خبرو لپاره زمینه مساعده کړي.

زلمي خلیلزاد وویل چې د افغان اړخونو ترمنځ مخالفتونه باید د خبرو له لارې حل شي او داسې یو فورمول باید وموندل شي چې د بشري او ښځو حقونو او د زده کړو په گډون د تیرو اتلس کلونو لاس ته راوړنې وساتل شي.

XS
SM
MD
LG