د لاس رسي وړ اتصالات

د عمران خان د هندي پیلوټ د بیرته لیږلو اعلان او غبرگونونه


د پاکستان صدراعظم یوه ورځ د هغې نه وروسته چې د هند یو پیلوټ د پاکستان په خاوره ونیول شو، بیرته هند ته د ورکولو اعلان وکړ

د عمران خان دغې اعلان ته په هند کې ځینو کسانو هرکلې وویل. د هند لخوا د عمران خان د دغې پریکړې په اړه د خوښۍ په څرگندولو کې ځینې پخواني او اوسني حکومتي چارواکي هم شامل و.

عمران خان د ملي امنیت په اړه را بلل شوې یوې غونډې ته وویل چې د دی باوجود چې هغه د هند صدراعظم ته څو وارې د سولې پیغام واستوو خو هغه ورته مثبت ځواب نه ورکوي.

عمران خان وویل چې د هند لخوا د جټ الوتکو پاکستان ته د داخلیدو باوجود هغه د پوځ د لوی درستیز سره په غونډه کې دا پریکړه وکړه چې د زغم نه به کار واخلي.

په هند کې خلکو د عمران خان د پیلوټ د پریښودو د اعلان نه وروسته په ټولنیزو رسنیو خپل غبرگونونه څرگند کړل.

د هند یو خبریال راجدیپ سردیسي په خپل ټویټر ولیکل:

"په هند کې مونږ باید دا خوښ نه کړو خو عمران خان دا وخت د اخلاقي اصولو له نظره مخکی دی. مونږ د ترهگرۍ په اړه قوي دریځ لرو خو دا وخت ځینې کسان د رایو د شمیر په اړه زیات فکر کوي."

د هند دپنجاب ایالت وزیر نوجوت سنگ سدهو پخپل ټویټر ولیکل:

"هر ښه اقدام خپل ځای لري، ستا دغه گام په ملیونو خلک خوشحاله کړیدی. زه د هغه (پیلوټ) د کورنۍ لپاره خوشحاله یم"

د عمران خان د اعلان نه وروسته په هند کې ځینو ټلویژوني خپرونو کې وویل شول چې پاکستان د هند د فشار نه وروسته مجبوره شو چې د هغوي نیول شوی پیلوټ پریږدي.

په ټولنیزو رسنیو ځینو دا هم ولیکل چې عمران خان بله لاره نه لرله

XS
SM
MD
LG