د لاس رسي وړ اتصالات

د هند د نیول شوې پیلوټ عکسونه خپرول د جنیوا تړون نه سرغړونه ده؟


د هغې نه وروسته چې پاکستان په خپله خاوره د هند یوې الوتکه په نښه کړله او پیلوټ یې ونیوه، د هند د بهرنو چارو وزارت په نوي ډیلې کې د پاکستان سفیر احضار کړ

د هند د بهرنو چارو وزات په یوې اعلامیې کې ویلي چې هغوي د خپلې خاورې د دفاع پوره حق لري او د پاکستان لخوا د نیول شوي زخمي پیلوټ اوینندن ویډیوگانې او عکسونه خپرول د جنیوا د تړون نه سرغړونه ده.

د هند د بهرنو چارو وزیر ویلي چې نیول شوي هندي عسکر ته دې هیڅ ډول تاوان و نه رسول شي او هیله مند دي چې پیلوټ به روغ رمټ بیرته هند ته واستول شي.

د یادونې وړ ده چې د پاکستان په ټولنیزو رسنیو د هندي پیلوټ ویډیوگانې خپرې شویدي. پدغه ویډوگانو کې لیدل کیږي چې هغه په زخمي حالت کې دی او د کلې راغونډ شوې خلک یې وهي ټکوي او د پاکستان عسکر یې ترینه وژغوري.

د نیول کیدو نه وروسته د پاکستان پوځ دغه پیلوټ په یو داسې ځاې کې کینولې وي چې ښیي دفتر وي او هغه ته چای ورکوي. دغه مهال ویډیو جوړونکی د هغه نه پوښتنې کوي چې "آیا د هغه سره په پاکستان کې سم چلند وشو او کنه" دغه پیلوټ ځواب ورکړي چې هغه د پاکستان د عسکرو د چلند نه خوښ دی.

د جنیوا د تړون په اساس په جنگي اسیرانو د تشدد اجازه نشته

خبریال شهریار مرزا لیکي چې د هندي پیلوټ نه د سوال ځواب ویډیو خپرول د جنیوا تړون نه سرغړونه ده.

د هند یوې مشهورې خبریالې برکها دټ بیا وایي چې پاکستان دې د جنیوا تړون په اساس نیول شوی پیلوټ هند ته بیرته حواله کړي.

د پاکستان د پوځ ویاند په خپل ټویټر لیکلي دي چې د نیول شوي عسکر سره د نړیوالو قوانینو په اساس چلند کیږي.

د یادونې وړ ده چې د پاکستان پوځ ادعا کوي چې د هند دوه الوتکې یې غورځولي دي او یواځې یو پیلوټ یې ژوندی نیولی دی.

  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار  د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG