د لاس رسي وړ اتصالات

آی سي سي: د هند ټیم ته مو د پوځي خولیو اجازه ورکړي وه


د هند لوبډله میدان ته د تگ په مهال
د هند لوبډله میدان ته د تگ په مهال

د کرکټ نړیوالې شورا ویلي دي چې د هند د کرکټ ټیم ته یې د اسټرالیا سره د لوبې په مهال د پوځي خولیو په سرولو اجازه ورکړې وه

هندي لوبغاړو د اسټرالیا سره په دریمې یو ورځنۍ نړیوالې لوبې کې چي د جمعي په ورځ (مارچ ۸مه) وشوه، د ورزشي خولیو پر ځای د هند پوځي خولۍ په سر کړې وې چې پاکستان پرې آی سي سي ته احتجاج کړی و

د آی سي سي ویاندې کلیر فرلانگ د ای پي خبري اژانس ته وویل د هند لوبډلې ورنه د پلوامه په برید کې ۴٠ وژل شوو عسکرو ته د درناوې په خاطر د پوځي خولیو د په سرولو لپاره اجازه غوښتې وه چې هغوي ورته اجازه ورکړه.

پاکستان د هندي لوبغاړو دغه عمل ته سخت عکس العمل وښودو. د پاکستان یو مرکزي وزیر فواد چوهدري د آي سي سي نه وغوښتل چې د هند په لوبډلې دې بندیز ولگوي ځکه د هغه له قوله دغه کار په کرکټ کې د سیاست گډول دي.

د یادونې وړ ده چې د کشمیر د پلوامه په سیمې کې د جیش محمد د یو خونړي برید نه وروسته چې پکې ۴٠ پوځي عسکر ووژل شول، د هند لوبغاړو او اداکارانو د هند د پوځ سره خواخوږي او ملاتړ څرگند کړیدی.

پاکستان بیا وایي چې کرکټ لوبه ده او باید د سیاست سره گډه نه شي.

XS
SM
MD
LG