د لاس رسي وړ اتصالات

سعدیه غواړي د سوک وهنې المپیکي مډال وګټي


افغان سوک وهونکې سعدیه برومند
افغان سوک وهونکې سعدیه برومند

سعدیه برومند لس کاله کیږي ورزش کوي او اوس د افغانستان د بوکس ملي ټیم غړې ده.

سعدیه وایي، یوازینۍ هدف یې دا دی، چې د ۲۰۲۰ یا ۲۰۲۴ المپیک لوبو کې ګډون وکړي او د افغانستان لپاره د نجونو په استازیتوب یو مډال راوړي. هغه وایي، چې لا هم د ورزش په برخه کې د نجونو پر مخ ستونزې پرتې دي او ډیری کورنۍ خپلو لورګانو ته د ورزش کولو اجازه نه ورکوي.

سعدیه وایي د بوکس رشته کې د نجونو شمیر لږ دی او ډیری وخت د بوکس کولو په وخت کې له نارینه سیال سره مخ کیږي.

سعدیه زیاتوي، چې د سولې په ملي مشورتي لویه جرګه کې یې د ورزشکارانو په استازیتوب ګډون وکړ او دا یې مطرح کړل، چې باید د سولې په مذاکراتو کې دې، د ښځو حقونو او آزادیو ته پاملرنه وشي.

سعدیه وايي زه مجبوره یم له سړیو سره تمرین وکړم، ځکه بوکس هغه رشته ده، چې په یوازې نه کیږي.

افغان سوک وهونکې سعدیه برومند د المپیک لوبو کې د مدال ګټلو په هیله ده
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:43 0:00

XS
SM
MD
LG