د لاس رسي وړ اتصالات

چارواکي: د کندهار تخته پُل کې د طالبانو برید پر شا تمبول شوی


د کندهار امنیتي چارواکي وايي، په تخته پُل ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو ډله ییزه حمله پر شا تمبولې ده.

یاد چارواکي وايي، وسله والو طالبانو تېره شبه دوې بجې د دغه ولسوالۍ په ملید سیمه کې پر امنیتي پوستو ډله ییز برید وکړ چې د سهار تر څلورو بجو یې دوام وکړ.

د کندهار د امنیه قوماندانۍ یوه ویاند څارمن قسیم ازاد د شنبې په ورځ د «چنګاښ پر۸مه» امریکا غږ ته وویل، چې سیمې ته تازه دمه ځواکونه رسېدلي او د طالبانو حمله یې پر شا تمولې ده.

نوموړي زیاته کړه چې په دغه برید کې ګڼو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو کره شمېر یې په ډاګه نه کړ.

که څه هم د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویاند په دغه جګړه کې افغان پولیسو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه وايي، خو یوې امنیتي سرچینې بیا امریکا غږ ته وویل، چې په دغه برید کې ۱۶ پولیس وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.

سرچینه زیاته وي چې د پوليسو یو حاموي ټانګ او وسلې هم وسله والو برید کونکو له ځان سره وړي دي.

تخته پل د کندهار ښار ته نږدې پرته ولسوالي ده چې په تېر کې له امنیتي پلوه ډاډمنه سیمه بلل کې ده.

وسله والو طالبانو هم د کندهار د تخته پُل ولسوالۍ د برید په اړه ادعا کړې چې په پېښه کې يې ګڼو پوليسو ته مرګ ژوبله اړولې، خو له خپل لوري يې څخه یوازي د یوه تن وژل کیده تائید کړي دي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG