د لاس رسي وړ اتصالات

په بامیانو کې له مخدراتو سره د مبارزې په برخه کې د امریکا غږ کنفرانس


په بامیانو کې له مخدراتو سره د مبارزې په برخه کې د امریکا غږ کنفرانس
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:08 0:00

په بامیانو کې له نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې د رسنیو د ونډې په یو ورځني کنفرانس کې ولایتي چارواکو پدغه ولایت کې تازه د کوکنارو د کر خبر ورکړ.

په بامیانو کې له نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې د رسنیو د ونډې په یو ورځني کنفرانس کې ولایتي چارواکو پدغه ولایت کې تازه د کوکنارو د کر خبر ورکړ.

که څه هم تر دې وړاندې په بامیانو کې د کوکنارو کښت صفر وو، خو اوس د دغه ولایت چارواکي وايي، چې سږکال د بامیان په سیغان، کهمرد او شیبر ولسوالیو کې کوکنار کرل شوي دي.

د بامیان د مخدره موادو پر ضد د مبارزې رئیس اقا حسین نظري ، چې له مخدره موادو سره د مبارزې په برخه کې د رسنیو د ونډې تر عنوان لاندې د امریکا غږ له خوا په جوړ شوي کنفرانس کې وینا کوله وویل" د سیغان په ولسوالۍ کې کوکنار کرل شوي وو خو تر سل هکټاره کم دي".

په دغه یو ورځني کنفرانس کې د بامیان د سیمه‌ییزو چارواکو سربیره، د مدني ټولنې لسګونه فعالانو، شځو او بزګرانو ګډون کړی وو.

د کنفرانس ګډونوالو وویل، چې افغان حکومت په تیرو اتلسو کلونو کې د مخدره موادو پر ضد د مبارزې په برخه کې جدي او اغیزمن اقدامات نه دي کړي.

که څه هم تر اوسه په بامیان کې د معتادینو د شمیر معلومولو لپاره تازه سروې نه ده شوې، خو اړوند بنسټونه وايي، چې مخدره موادو په دې ولایت کې د ښځو او ماشومانو په ګډون تر ۷۰زره تنه زیانمن کړي دي.

د بامیان سیمه‌ییزو چارواکو، د امریکا غږ له خوا د داسې کنفرانسونو جوړول، د مخدره موادو له زیانونو څخه خلکو ته د عامه پوهاوي د ورکولو په برخه کې خورا مهم وبلل او وې ویل.

د بامیانو والي محمد طاهر زهیر وویل "د عامه پوهاي د کچې په زیاتېدو سره به خلک له مخدره موادو سره حساسیت پیدا کړي او په وړاندې به یې د مبارزې لپاره یو موټی شي".

په دغه کنفرانس کې یو شمیر ګډون کوونکو ښځو هم له مخدره موادو سره د مبارزې په برخه کې د رسنیو ونډه ګټوره وبلله.

امریکا غږ له مخدره موادو سره د مبارې په برخه کې د رسنیو د اغیزمنې ونډې اخیستلو او خلکو ته د عامه پوهاوي ورکولو لپاره له کابل او یو شمیر ولایتونو وروسته دا ځل دغه کنفرانس په بامیان کې جوړ کړی وو.

د دغه کنفرانس ګډونوالو او د بامیان ولایت مدني فعالانو، مخدره مواد په افغانستان کې د جکړې او زرګونو کورنیو د بدختۍ اصلي لامل وباله او له حکومت څخه یې وغوښتل، چې د مخدراتو د کښت، تولید او قاچاق د مخنیوي لپاره جدي او اغیزمن ګامونه پورته کړي.
XS
SM
MD
LG