د لاس رسي وړ اتصالات

د نورستان په دوو ولسوالیو کې کوکنار کرل کېږي.


د نورستان په دوو ولسوالیو کې کوکنار کرل کېږي.
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:53 0:00

د نورستان ولایت په نورګرام او منډول ولسوالیو کې له تېرو دریو کلونو راهیسې کوکنار کرل کېږي چې چارواکي وايي په هغو سیمو کې کرل کېږي چې د وسله والو طالبانو تر حاکمیت لاندې دي.


د نورستان ولایت په نورګرام او منډول ولسوالیو کې له تېرو دریو کلونو راهیسې کوکنار کرل کېږي چې چارواکي وايي په هغو سیمو کې کرل کېږي چې د وسله والو طالبانو تر حاکمیت لاندې دي.

د نورستان مرستیال والي وايي تېرو څوارلسو کلونو کې نورستان له کوکنارو پاک ولایت و، ځکه خلک یې له دیني اړخه هم کرلو ته نه دي جوړ.

د نورستان مرستیال والي محمد هاشم فیضي وویل:" دیني عالمانو ډېر کار کړی دی. په جوماتونو کې دیني عالمان ورته وايي چې حرام بوټي باید ونه کرئ، نو ځکه نه کرل کېږي. اوس د نورستان په دغو دوو ولسوالیو کې لږ کرل کېږي نو انشا الله کوشش کوو چې دا هم ختم شي."

هغه وايي دې ولایت کې یې پر هغو پیسې ګڼې رغنیزې پروژې پلې کړي چې د کوکنارو د نه کرلو په مقابل کې ورکړل شوې وې چې د ډېرو هغو چارې سرته رسېدلي او څه یې روانې دي.

نوموړي وویل:"د ارچڼو کانال جوړول دي چې کاروان یې په تمامېدو دي. نورګرام کې یو کانال دی او مرکز کې د کانتیوا کانال دی چې جوړېږي او سلګونه جریبه ځمکې به ورسره اوبه شي."

نورستان کې ولسي خلک وايي په ډېرو سیمو کې دیني عالمانو او قومي مشرانو خلکو ته پوهاوی کړی دی چې کوکنار ونه کري.

عبد الرحمن د مرکز پارون اوسېدونکی دی، هغه امریکا غږ ته وویل:" هر ځای کې دا فصل کېږي خو خلک یې نه کري، ځکه حرام دي. موږ ته دې حکومت پروژې راوړي او دهقانانو ته دې کار وکړي."

اوس مهال د نورستان په کچه د نشه يي توکو معتادین بیخي کم دي، خو په ختیځ نورستان کې بیا د چرسو معتادین د پام وړ زیات دي.

ولسي خلک وايي که حکومت دهقانانو ته سهولتونه برابر کړي نو هیڅوک به د کوکنارو کر ته مخه نه کړي.



XS
SM
MD
LG