د لاس رسي وړ اتصالات

په پکتیکا کې محلي راډیو ګانې د مخدراتو پر ضد خپرونې کوي.


په پکتیکا کې محلي راډیو ګانې د مخدراتو پر ضد خپرونې کوي.
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:47 0:00

په پکتیکا کې سیمه ایزي راډیو ګانې د مخدراتو پر ضد خپرونې کوي او ددې سیمه ایزو راډیوګانو مسؤلین وايي، چې نشه يي توکي اوس په یوې لویې ټولنیزې ستونزې بدل شوي.

په پکتیکا کې سیمه ایزي راډیو ګانې د مخدراتو پر ضد خپرونې کوي او ددې سیمه ایزو راډیوګانو مسؤلین وايي، چې نشه يي توکي اوس په یوې لویې ټولنیزې ستونزې بدل شوي او د عامه پوهاوي له لارې غواړي، چې خلک له اعتیاد ځانونه وژغوري.

د پکتیکا په ولایت کې سیمه ایزي راډیو ګانې د بېلابېلو خپرونو له لارې د مخدراتو پر ضد خپرونې وړاندې کوي.

د دغو رسنیو مسوولین وايي، د خپلو خپرونو له لارې د دې ولایت خلکو ته د مخدراتو پر ضد پوهاوی ورکوي او دغه لړۍ لا هم دوام لري.

د پښتون غږ راډیو د امتیاز خاوند عبیدالله سروضوال وايي، د مخدراتو اړوند د هندارې په نوم یو ساعته ځانکړې اوونیزه خپرونه لري چې له لارې یې په دې ولایت کې یو شمېر ځوانان له اعتیاده هم راګرځېدلي.

سروضوال زیاتوي، د دې ولایت او شاوخوا سیمو اوسېدونکي له دې خپرونې خوښ دي او ښه نتېجه يې ورکړې ده.

د یوې بلې سیمه ئیزې راډیو د نشراتو مسوول رحیم خان خوشال وايي، رسنې ځکه موثرې دي چې په هغو لرې پرتو سیمو کې هم اورېدل کېږي چې له یوې خوا د دولت ولکه پرې کمه ده او له بل پلوه پکې د عامه پوهاوي پروګرامونه نه شي پلې کېدلای.

د یادونې وړ دی چې پدې ولایت کې ډېری د فکر خاوندان او فعال ځوانان د نشه يي موادو د زیان په اړه پر ټولنیزو رسنیو هم فعالیت کوي، خو ځکه یې ښه نتېجه نده ورکړې، چې د دې ولایت په ډېری ولسوالیو کې خلک انټرنیټي سهولتونو ته لاسرسی نه لري.
XS
SM
MD
LG