د لاس رسي وړ اتصالات

کرکټ بورډ د درې زونونو مسؤلین له دندو لیري کړل


خو دغه درې لیري شوي کسان وايي دغه پرېکړه نه مني
خو دغه درې لیري شوي کسان وايي دغه پرېکړه نه مني

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، له خپلو صلاحیتونو څخه د ناوړه استفادې، اصولو نه مراعتولو او یو لړ نورو لاملونو له امله یې د کرکټ د درې زونونو مشران له دندو څخه لیري کړل.

د شنبې په ورځ د سپټمبر پر۲۱مه«وږې۳۰مه» د افغانستان کرکټ بورډ په خپاره کړي بیان کې ویلي، چې په لیري شوو کسانو کې د بند امیر زون مسؤل میر عظیم الله مبارز، د بوست زون مسؤل مسعود رحماني او د امو زون مسؤل نور عالم فرید شامل دي.

بیان زیاتوي، چې یادو کسانو هر یوه په کرکټ بورډ اداره کې د پنځو، لسو او تر اتلسو کلونو پورې د کار تجربه لرل.

د افغانستان کرکټ بورډ ویلي، چې د بند امیر زون مسؤل په خپلوۍ پاللو، د بست زون مسؤل له مرکز سره د عوایدو نه شریکولو، بډو اخیستلو او د امو زون مسؤل د دوه ګوني چلند او په سیاسي جریانونو کې د ښکېلتیا له امله له دندو لیري شوي دي.

د افغانستان کرکټ بورد تر پرېکړې وروسته دغه درې واړو لیري شوو کسانو وویل، چې دغه پرېکړه ورته د منلو نه ده او زیاته یې کړه چې کرکټ په دې وروستیو کې سیاسي شوی دی.

تر هغه وروسته د بست زون لیري کړل شوي مسؤل مسعود رحماني امریکا غږ ته وویل، چې دوی تېره ورځ د ځینو ستونزو له امله په کرکټ بورډ اداره کې د اصلاحاتو غوښتنه وکړه چې نن د کرکټ بورډ لخوا له دندو لیري شول.

نوموړي پر خپل ځان د کرکټ بورډ ادارې لخوا لګېدلې تورونه رد کړل، او زیاته یې کړه چې پر وخت یې د زون ټول عواید د بانکي سیسټم له لارې مرکزې ادارې ته سپارلي دي.

هغه وویل:"موږ غلي نه کښېنو، خپل غږ پورته کوو، له ټولو اسنادو سره حکومت او څارنوالۍ ته درېږو، بل دا چې نوي رئیس زموږ څخه د کمپاین غوښتنه کول، موږ هغه نه منل."

خو د افغانستان کرکټ بورډ تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG