د لاس رسي وړ اتصالات

افغان ۱۹کلنو کرکټ ټېم کویټ ته هم ماتې ورکړه


د افغانستان تر ۱۹ کلونو کم عمره کرکټ لوبډله
د افغانستان تر ۱۹ کلونو کم عمره کرکټ لوبډله

د اسیا جام سیالیو په دوام د افغانستان تر ۱۹ کلونو کم عمره کرکټ لوبډلې له کویټ لوبډلې څخه هم خپله دوهمه لوبه وګټله.

د افغانستان د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې د لوبې پچه افغان لوبډلې ګټلې وه او لومړی یې توپ اچونه غوره کړه.

د کویټ لوبډلې په ۲۷،۳ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره افغان لوبډلې ته د ۸۵ منډو هدف وټاکه.

د افغانستان د کرکټ بورډ نن یکشنبه د «سپټمبر پر۷مه» ویلي، چې د افغان توپ اچوونکو له ډلې شفیق الله غفاري د کویټ ۴، عبدالرحمن او نوراحمد یو ـ یو لوبغاړي وسوځول.

د افغانستان تر ۱۹ کلونو کم عمره کرکټ لوبډلې د کویټ لخوا ټاکل شوی هدف په ۱۲،۵ اورونو کې د درې لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او لوبه یې وګټل.

افغان لوبډلمشر فرهان ذاخېل په ۳۸ منډو ناټ اوټ پاتې شو او رحمان الله له ۲۸ زیاتې منډې جوړې کړې.

افغان لوبغاړی شفیق الله غفاري د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.

د افغانستان تر ۱۹ کلونو کم عمره کرکټ لوبډلې تر دې مخکې پاکستان ته هم ماتې ورکړې وه.

ټاکل شوې د افغانستان بله لوبه د سپټمبر پر ۹مه له هند سره تر سره شي.

XS
SM
MD
LG