د لاس رسي وړ اتصالات

عمران خان: د کشمیر له وجې اتومي جګړه پیل کیدی شي


د پاکستان صدراعظم عمران خان
د پاکستان صدراعظم عمران خان

د پاکستان صدراعظم عمران خان د جمعې په ورځ (سپټمبر۲۷) په ملګرو ملتونو کې د کشمیر پر سر د هند او پاکستان ترمنځ د جګړې پیلیدو له کبله خبرداری ورکړ.

عمران خان له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې دې مداخله وکړي او د دواړو اټومي ځواک لرونکو هیوادونو ترمنځ د جګړې مخه دې ونیسي.

په ملګرو ملتونو کې عمران خان د کشمیر د وضعیت په هکله چې د اګست د پنځمې راهیسې د ګرځیدو راګرځیدو تر بندیز لاندې دی او مخابراتي اړیکې یې پرې شوې، څرګندونې کړې دي.

هند د اساسي قانون ٣٧٠ ماده له مخې د جمو او کشمیر ایالت ته چې اکثریت وګړي یې مسلمانان دي ځانگړي اختیارونه ورکړي وو، خو ددغه ځانګړي وضعیت تر لغوه کولو وروسته په دغه سیمه کې امنیتي فشار د دواړو ګاونډیو ترمنځ وضعیت لا کړکیچن کړی دی. عمران خان خبرداری ورکړ چې د سیمې اوسیدونکي به دغه نوی برخه لیک و نه مني چې ښايي د دواړو هیوادونه د جګړې په لور بوځي.

عمران خان وايي: "کله چې پر ګرځیدو راګرځیدو بندیز لیری شي، نو د وینو یو بهیر به پیل شي، خلک به بهر راووځي. هلته ۹۰۰ زره سرتیري میشت دي. لکه څنګه چې نریندار مودي وویل هغوی هلته د کشمیر د هوساینې لپاره نه دي تللي، که هغوی راووځي، وینه بهیدنه به پیل شي".

د ملګرو ملتونو له مقر څخه بهر د هند په ملاتړ او مخالفت لاریونه وشول، همدا شان د پښتون ژغورنې د غورځنګ پلویانو هم د پاکستان پر ضد لاریون وکړ.

د عمران تر وینا مخکې د هند صدراعظم نریندرا مودي د کشمیر په هکله څه و نه ویل، خو د ترهګرۍ په هکله یې خبرې وکړې.

ښاغلی مودي وايي: " موږ هغه هیواد پورې اړه لرو چې نړۍ ته یې د جګړه پر ځای د سولې پیغام ورکړی دی، نو ځکه د ترهګرۍ پر وړاندې غږ پورته کوو ترڅو نړۍ ددې شیطاني حلقې په هکله خبره کړو. موږ په دې باور یو چې دا نه یوازې یو هیواد بلکې ټولې نړۍ او انسانیت ته ګواښ دی".

عمران خان د کشمیر مسلې له کبله خبرداری ورکړ
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:24 0:00

د دوهم ځل لپاره تر ټاکل کیدو وروسته دا لومړی ځل دی چې مودي په ملګرو ملتونو کې خبرې کوي.

یو شمیر پاکستانیانو په ملګرو ملتونو کې د پاکستان د صدراعظم د خبرو څخه ننګه کړې ده.

د هند دریځ دادی چې کشمیر یوه دوه اړخیزه مسله ده چې باید له پاکستان سره حل شي ، خو په هر ډول خبرو کې یې له ښکیلتیا سره مقاومت کړی دی.

د کشمیر پر سر هند او پاکستان څو ځلې جګړه کړې ده، د ولسمشر ټرمپ په ګډون د نړۍ مشرانو له دواړو هیوادونو غوښتي چې خبرې پیل کړي.

XS
SM
MD
LG