د لاس رسي وړ اتصالات

په ٣٠ ولایتونو کې د پولیو ضد ملي کمپاین پیل شو


د افغانستان په ٣٠ ولایتونو کې نن د دوشنبې په ورځ جنورۍ ٢٧ د پولیو ضد ملي کمپاین پیل شو.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې د دې کمپاین په لړ کې به په ټول هېواد کې ۹،۱ میلیون هغه ماشومان چې عمرونه یې له پنځه کلنۍ کښته دي واکسین شي.

د پولیو یا فلج ساري ناروغۍ پر ضد د واکسین کمپاین د ۲۰۲۰ مېلادي کال لومړی کمپاین دی چې د هېواد په ډېریو سیمو کې پلی کېږي.

د عامې روغتیا وزارت اړوند د پولیو لمنځه وړلو برخې د اړیکو مسوول مرجان راسخ امریکا غږ ته وویل چې د سړې هوا له امله په دې کمپاین کې بامیان، دایکندي، غور او بادغېس ولایتونه نه دي شامل شوي.

د ښاغلي راسخ په خبره چې لا هم د هېواد په کچه ۲ میلیونه ماشومان د پولیو ضد واکسین څخه بې برخې دي. هغه وویل د دغه ماشومانو لویه کچه په جنوبي حوزه کې ده او د نه لاسرسي عمده لامل یې د امنیت نه شتون دی.

په همدې حال کې د پکتیکا د عامې روغتیا سرپرست رئیس ډاکټر اسدالله رسولي د کمپاین د پیل په مراسمو کې وویل, هڅه کوي د دې ولایت ټولو سیمو ته د پولیو ضد واکسین ورسوي، خو وايي په برمل ولسوالۍ کې د ځینو ستونزو له کبله کمپاین نه تطبیقیږي.

هغه له خلکو د همکارۍ غوښتنه وکړه: "له خلکو مو غوښتنه دا ده چې که تاسو هرچېرته رضاکاره ټیمونه پیدا کړی همکاري ورسره وکړئ او ماشومان مو واکسین کړئ ترڅو له دې ساري ناروغۍ څخه خلاص شو".

ديني عالمان وایي د اسلام له نظره پر هر انسان لازمه ګڼي چې د خپلې روغتيا ساتنه وکړي. دوی له خلکو غواړي چې د خپلو ماشومانو د سالمې روغتيا په خاطر د ګوزڼ پرضد خپل مسؤلیت ترسره کړي.

ديني عالم عبدالقدير وویل: ”ددې لپاره چې زموږ خويندې، وروڼه او زامن د بل له محتاجۍ په امن وي، نو د هر بشريت دا دنده ده، چې د ګوزڼ په ضد مبارزه کې خپلې هلې ځلې وکړي او د فلج له ناروغۍ يې وژغوري‟.

پولیو ناروغۍ تقریبا د نړۍ په ټولو هیوادونو کې له منځه تللې ده، خو د افغانستان او پاکستان په پښتون میشتو سیمو کې لا هم پاتې ده.

د روغتیاپالانو په وینا واکسین یوازیني وقایوي درمل دي، چې ماشومان له تلپاته معلولیت څخه ژغوري. د ۲۰۲۰ مېلادې کال له پیله تر اوسه په افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ کومه مثبت پېښه نه ده رامنځته شوې، خو په ګاونډي هېواد پاکستان کې بیا تر دې دمه ۴ مثبت پیښې ثبت شوې دي.

XS
SM
MD
LG