د لاس رسي وړ اتصالات

په جنوبي کارولینا کې د دیموکرات ګوند سیالۍ کې څوک مخکې شو؟


Democrates Debate
Democrates Debate

دیموکراتان د جمهوري ریاست دپاره خپل کاندید معلوموي او د تیرې شپې (سه شنبه فبروري ۲۵) باندې يي انتخاباتي مناظره د سي.بي.اس تلویزیون خپریدله.

پدې مناظره کې سناتور برني سندرز یوځل بیا د خپلو دری نورو سیالانو مخکې شو.

خو ګوندي سیالان يی ځکه لاهم مخالفت کوي چې ګمان کوي سندرز د نومبر په ټاکنو کې د جمهوري غوښتونکي جمهور رئیس ډانلدټرمپ سیالي نشي کولی.

د سي.بي.اس نیوز د دموکراتو کاندیدانو پدې مستقیمه مناظره کې، له کاندید سندرز نه وپوښتل شول چې د جمهور رئیس ټرمپ په پرتلې به، رایه ورکوونکي د اقتصادي پرمختګ دپاره څنګه قانع کړي؟

سناتور برني سندرز وویل "تیرکال د کارګرانو د معاشونو أوسط لوړیدل تر یو فیصد کم و. نیم ولس مو د یو معاش نه تر بل معاش په سختی ژوند کوي. دا هغه اقتصادي پرمختګ ندی چې د امریکا د ولس په درد وخوري، دا هغه اقتصاد دی چې د یو فیصد شتمنو دپاره ګټور دی. مونږ به داسی اقتصاد جوړ کړو چی د ټولو لپاره گټور وي، نه یوازی د هغو شتمنو دپاره چې انتخاباتي مرستې کوي."

سندرز ژمنه وکړه چې متقاعدینو ته به د فدرال حکومت د صحي بیمې امتیازات زیات کړي او د مشخص عمر پرته به يي هرچا ته ورکړي. خو د مینیسوټا د سناتور آمي کالوبوشر په شمول، سیالانو يي ادعا وکړه چې په لنډ وخت کې د اجتماعي مرستو زیاتول او په صحت او تعلیم برخو کې زیات لګښت دپاره به د سندرز پلان ډیر تاواني وي.

سناتورې آمي کالوبوشر وویل د سندرز دا محاسبه سمه نده. او دا لنډمهاله لګښتونه د امریکا د اقتصاد دری برابره دی، د فدرال حکومت ندی، دا د ټولې امریکا د اقتصاد دپاره دی.

د جمهوري ریاست پخواني معاون جو بایډن بیا پدې تود بحث کې، په ۲۰۱۵ کې د چارلسټن ښار د تورپوستو په یوې کلیسا کې د هغو ډزو باره کې خبرې وکړې چی نهه تنه په کې ووژل شول. سناتور سندرز پخوا د داسی یو قانون د تصویب مخالفت کړی و چې د وسلو جوړونکي شرکتونه پکې په امریکا کې د وسلو نه د رامنځ ته شوي تاوتریخوالي مسؤل ګڼل کیدل.

جو بایډن وویل برني سندرز پنځه ځله د براډلي د لایحې په ضد رایه ورکړه، او غوښتل يی د ځڼډ موده يي پوره شي.

بل کاندید د نیویارک پخواني ښاروال مایکل بلومبرګ حتی ادعا وکړه چې سندرز د روسیې د جمهور رئیس ولادمیرپوتین لخوا استعمال شوی دی او پوتین فکر کوي ډانلد ټرمپ باید او شاید د امریکا جمهور رئیس وي او د همدی لپاره خو روسیه د سندرز د کامیابۍ هڅه کوي چې وروسته يي ټرمپ ته وبایلي.

په جنوبي کارولینا کې دا ګوندې سیالي تقریبآ څلور ورځې تر هغو ایالتي ټاکنو مخکې وشوه، چې د دیموکرات ګوند ۵۴ ملي استازي به پکې ګډون کوي. بایډن، چې یو ځل د دیموکرات ګوند مخکښ و، په جنوبي کارولینا ایالت کې تر خپل سیال برني سندرز لږې زیاته راېې لري، خو څارونکي وایي ډیر امکان شته چې سناتور سندرز د جنوبي کارولینا هم وګټي.

پدې سره به هغه د سوپر تیوزدی (سترې سه شنبې) ګوندي ټاکنو کې دهغه موقف نور هم قوی شي.

د "سوپرتیوزدی" ټاکنې دری ورځې وروسته کیږي او د دیموکرات ګوند ۱۳ سوه استازي به پکې ګډون ولري.

XS
SM
MD
LG