د لاس رسي وړ اتصالات

د ګوزڼ ضد واکسین پرواګرامونه په نا امنیو ولسوالیو کې هم تطبیق شوي - مسوولین


Polio in Helmand
Polio in Helmand

د فراه روغتیايي چارواکي وايي چې د پولیو واکسین تطبیق پر مهال نا امنه او پر خطره ولسوالیو ته ډیره پاملرنه کوي او هڅه به وکړي چې هلته له هر ډول ممکنه لارې ماشومانو ته د پولیو واکسین رسولو هڅه کوي.

د فراه د عامې روغتیا رییس وايي په هغه ولسوالیو کې چې پولیو واکسین ته د کور په کور تطبیق اجازه نه ورکول کیږي، دوی هڅه کوي چې د نورو ممکنه لارو ماشومانو ته واکسین ور ورسوي.
د فراه اوسېدونکي بیا د نا امنه ولسوالیو اوسېدونکو څخه غواړې چې هره میاشت خپل ماشومان روغتیايي مرکزونو ته د پولیو

واکسین لپاره یوسي:

د فراه نا امنه ولسوالۍ چې مخکې پکې د ګوزڼ مثبتې پېښې هم ثبت شوي، پدې ورستیو کې د پولیو ګرځنده کمپاینونو پر وړاندې ستونزې پیدا شوي.

خو ددې ولایت د عامې روغتیا رییس ډاکټر عبدالجبار شایق وایي چې د پولیو واکسین تطبیق پر مهال که څه هم په نا امنه او پر خطره ولسوالیو کې د پولیو واکسین تطبیق ته کور په کور اجازه نه ورکول کیږي، خو دوی هڅه کوي له نورو ممکنه لارې ټولو ماشومانو ته د پولیو واکسین ور ورسوي.

هغه وویل: "د فراه په هغه ولسوالیو کې چې پولیو واکسین ته د کور په کور تطبیق اجازه نه ورکول کیږي، نو موږ هغه ولسوالیو ته د پولیو واکسین تطبیق په څانګه کښې خاصه پاملرنه کوو. موږ د فراه په څلورو پر خطره ولسوالېو کې مبلغین او ډیر کسان لرو چې خلکو ته عامه پوهاوۍ کوي. "

د فراه یو مدني فعال عبدالرحمن ژوندی بیا د پولیو واکسین تطبیق په تړاو د یونسیف او عامې روغتیا وزارت هلي ځلې د ستایني وړ بولي، خو د نا امنه سېمو مخورو کسانو څخه غواړي چې هلته د پولیو واکسین د ګټو په اړه خلکو ته معلومات ورکړي.

هغه وايي: " د ډیرو کلونو راهېسې د ګوزڼ په وړاندې مبارزه شروع ده او هرې سېمې ته واکسین کونکي ورځي او واکسین تطبیقوي. په ټوله کې ویلای شو چې پولیو واکسین ډیر مهم دی، مشران او مخور خلک باید خلکو ته د پولیو واکسین د ګټو په اړه پوهاوۍ ورکړي، تر څو ټول ماشومان واکسین شي. "

د فراه اوسېدونکۍ بسم الله غفاري د نا امنه او پر خطره ولسوالیو اوسېدونکو څخه غواړي, چې هره میاشت خپل ماشومان د پولیو واکسین لپاره روغتیايي مرکزونو ته بوځي، تر څو د فلج ناروغۍ څخه وساتل شي.

"موږ خو داسې هم شوي چې خپل ماشومان مو د پولیو واکسین لپاره روغتیايي مرکزونو ته وړي. نو د لیري پرتو سېمو اوسېدونکي هم باید خپل ماشومان د واکسین لپاره روغتیايي کلینیکونو ته یوسي، تر څو له فلج ناروغۍ څخه بچ شي. "

روغتیا پوهان وایي، د کورنۍ او چاپیریال پاکوالې ته پاملرنه هم تر ډیر د ګوزڼ ناروغۍ خپرېدو مخنېوې او ورکولو کې مهم رول لوبولی شي.

XS
SM
MD
LG