د لاس رسي وړ اتصالات

یو شمېر دیني عالمان د پولیو د واکسین په تطبیق ټینګار کوي


دیني عالمان مثال ورکوي چې په شرعي نصوصو کې یادونه شوې چې که په کومه سیمه کې وبا ګډه شي نور خلک باید دغه سیمې ته ورنه شي او که د وبا په سیمه کې وي باید ترې ونه ووځي، دوي استدالال کوي چې د غه خپله د وقایې په معنا ده.

د کندوز یو دیني عالم عبدالغیاث حنفي وايي چې د سالمې کورنۍ په خاطر باید اولادونه صحتمند و روزل شي: هغه وویل: "په یو میکروب بل میکروب له منځه وړل کیږي دا روا عمل دی، د واکسین په اړه د ډاکټرانو نظر مهم دی، او تداوي کول سنت طریقه ده، او پولیو هم مرض دی او واکسین یې مکروب دی نو د مکروبو په ذریعه د نورو مکروبو له منځه وړل کم شرعي ممانعت نه لري. د قوي انسان صفت په احادیثو کې هم راغلی او کورنۍ که د اولادونو د سالم صحت خیال ونه ساتي او ماشومان معیوب لوی شي نو نه یې ځان ته ګټه رسیږي او نه یې ټولنې ته بلکه د کورنۍ او ټولنې د اوږو بار کیږي."

د کندوز د کتلوي معافیت امر غلام جیلاني عطايي وايي هغه ماشومان چې له واکسین څخه پاتي کیږي، نو د پولیو ویروس ځان ور رسوي او ماشوم به معلول رالویږي: " کوم ماشوم چې له واکسین څخه پاتي شي نو کیدای شي چې ګوزڼ شي او په ګوزڼ اخته شي، له یوې خوا دغه ماشوم د کورنۍ او له بل پلوه د ټولنې د اوږو بار کیږي، او له دې پرته یې ضرر نورو ماشومانو ته رسیږي او بل چا ته یې د ګټې پر ځای تاوان رسیږي."

د کندوز تن اوسیدونکی زلمی وايي چې د کورنۍ مشران باید د کورنۍ د غړیو په اړه د مسولیت احساس وکړي: " که د یوې کورنۍ ماشوم په پولیو اخته کیږي هغه نه یوازې دا چې د کورنۍ د اووږو بار کیږي بلکه تاوان یې ټولنې ته هم رسیږي، د همدغه ماشوم چې ګوزڼ وهلې رالویول د هغه تربیه کول، او هغه ښوونځي ته لیږل هغه چارې دي چې هم ماشوم او هم کورنۍ له ستونزو سره مخ کولای شي. "

دیني عالمان وايي چې د مرض د تداوۍ لپاره د ډاکټرانو نظریات مهم دي، هغه څه چې د یو مرض مخنیوی پرې کیدای شي استعمال یې شرعي ممانعت نه لري.

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG