د لاس رسي وړ اتصالات

په امریکا کې د کروناویروس ضد واکسین ازموینې روانې دي


تمه ده چی د کرونا واکسین ویشل به د سږکال تراخره پورې امکان ولري.
تمه ده چی د کرونا واکسین ویشل به د سږکال تراخره پورې امکان ولري.

مایکل سیکورسکي په یوې تاریخې تجربې بوخت دی.

مایکل د طب په علومو کې د مریلنډ د پوهنتون نه دوه تخصصه اخستي او د طب د څانګې اووم متخصص دی چې د کویډ-۱۹ ناروغۍ ازمایښتي واکسین يي ځانته پیچکاري کړ.

مایکل وایي د یو ځوان په توګه د مسؤلیت او ژمنتیا احساس کوي. د داسی ځوان چې روغ رمټ دی او پدې تجربوي ازموینو کې ګډون کوي.

سیکورسکي او ٣٦٠ نور ځوانان د واکسین د ازمویلو په اولني پړاو کې دي. د فایزر او شریکه کمپنۍ ېې بایان ټیک، ددې ازموینی چارې پرمخ بیايي. دغه شرکت په څلورو نورو واکسینونو هم ازموینې کوي. په دې ازموینو کې د (MRNA) له دود نه کار اخلي. دغه واکسین د ویروس د جین-کوډ د RNA له لارې ورداخلوي. دانسان وجود له هغه سره د یوبهرني پروتین په څیر چلند کوي. په دې توگه دخوندیتوب ځواب منځته راولي.

مائیکل وایي اوس د انسان وجود دیته چمتو دی چې کله واقعي ویروس بدن ته وررسیږي او ناروغ مو کړي، وجود په چټکۍ ځواب ورکوي اومخه ېې نیسي، ځکه دا وخت ېې پیژني.

د فایزر درمل جوړلو شرکت لپاره په دې کې ستر ازمیښت دادی چی د دې وقایوي پروتین موجودیت په حجراتو کې تر ډیره پورې پاتې شي.

د امریکا د درمل جوړولو یو شرکت مودرنه ( Moderna) او د روغتیا ملي انستیتیوت د ( mRNA ) له دود نه یوه میاشت کیږي چې کار اخلي. داینوویو( Inovio)شرکت بیا د DNA له میتود نه کار اخلي. د بایان ټیک او فایزر کمپنیو خپلې ازموینې د مې له پنځمې څخه پېلې کړي دي.

د چین کان سینو ( China’s CanSino Biologics ) شرکت همدا اوس د ازموینو په دویم پړاو کې دی.

د لندن د اکسفور پوهنتون تیره میاشت د واکسین ازمویل پیل کړل.

په چین کې د ووهان ساینسپوهان له دودیز میتود نه کار اخلي او غیرفعال ویروسونه د انسان په وجود کې پیچاکاري کوي.

د امریکا د ناروغیو نامتو متخصص ډاکټر انټوني فوچي اټکل کړی چی نړۍ به تر اکتوبر پورې موثر واکسین ولري. ډاکټر فوچي وویل هغه وخت به ستونزه داوي چی په دومره پراخه کچه ېې باید تولید کړو چی په ډیرموثر ډول ېې وویشو.

په عین حال کې د واکسین ازموئیلو گډون کوونکی د واکسین د خونديتوب لپاره هم ازموئیل کېږي.

مایکل سیکورسکي وایي هره شپه په نهو بجو په مبایل کې ورته ښودل کېږي چی د خپل خوندیتوب یادداشت بشپړکړي. او دی هم د دوجود تودوخه معلوموي او د داسی پوښتونو ځوابونه لیکي لکه دردونه لرې؟ تبه لرې؟ کوم ځای دې پړسیدلی او یا درد لري که نه؟

که دا هرڅه په ښه توگه سرته ورسیږي نو تمه ده چی د کرونا واکسین ویشل به د سږکال تراخره پورې امکان ولري. دا به د وقایوي واکسین کولو لپار ډیر بې سابقی او چټک انشکاف وي.

ددی راپور ویدیويي بڼه دلته لیدلی شئ

COVID19-USVACCINE
please wait
Embed

No media source currently available

0:00 0:03:21 0:00

XS
SM
MD
LG