د لاس رسي وړ اتصالات

د معتادو مېندو پر ماشومانو د نشه يي توکو اغیزې


د معتادو مېندو پر ماشومانو د نشه يي توکو اغیزې
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:02 0:00

په کابل کې په نشه يي توکو د روږدو ښځو او ماشومانو د درملنې سل بستریز مرکز مسئولین وايي چې په دې مرکز کې د بستري معتادو مېندو ماشومان هم په نشه يي توکو اخته دي.

په کابل کې په نشه يي توکو د روږدو ښځو او ماشومانو د درملنې سل بستریز مرکز مسئولین وايي چې په دې مرکز کې د بستري معتادو مېندو ماشومان هم په نشه يي توکو اخته دي.

د دې مرکزه مشره شایسته حکیم وايي چې دغه ماشومان په مستقیم او یا هم غیر مستقیم ډول په نشو اخته شوي.

هغه وايي "که یو پلار معتاد شي نو دومره لویه خبره نه ده خو که یوه مور معتاده شي د کورنۍ ښېرازي ورسره له منځه ځي، اکثره ماشومان دي چې په مستقیمه توګه له خپلې مور معتاد شوي، ځینې یې په غیرمستقیم ډول معتاد شوي او هغه ماشومان چې معتاد نه دي که دا لړۍ دوام وکړي او ورته جدي پاملرنه ونشي، ښايي تر دوه درېیو کلونو دوي ټول معتاد شي".

اغلې حکیم وايي داسې مېندې هم دلته تر درملنې لاندې وې چې په همدې مرکز کې یې ماشوم زیږولی دی.

هغه زیاتوي "دوی نسايي او ولادي ستونزې هم لري او اکثره روغتونونه هغه ناروغ چې پایواز ونلري نه یې مني، زموږ دریو ناروغانو د دې مرکز د نرسانو او ډاکټرانو په مرسته همدلته ولادت کړی".

په افغانستان کې په نشه‌يي توکو د اخته کسانو په اړه د ۲۰۱۵ کال د سروې له مخې په دغه هېواد کې تر ۳.۶ میلیونه وګړي له نشه يي توکو اغېزمن شوي چې له دې شمېرې څه باندې یو میلیون یې ښځې او ماشومان دي.

XS
SM
MD
LG