د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: افغانستان کې د زېږون په مهال د میندو مړینه زیاته شوې


عکس(ارشیف)
عکس(ارشیف)

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق یا (UNFPA) په افغانستان کې د زېږون پر مهال د میندو د مړینې د کچې زیاتوالې په اړه اندېښنه ښودلې ده او ویلي دي چې د اسیا په کچه په دغه هیواد کې د اومیدواره مېرمنو د مړینې کچه زیاته ده.

دغه صندوق د دوشنبې په ورځ مارچ اوومه (کب ۱۶) ویلي چې په افغانستان کې د زېږون په مهال په هرو ۱۰۰زرو میندوکې ۶۳۸ یې مري.

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی دی که چیري په دې برخه کې جدي توجه ونشي، په دغه هیواد کې به د زېږون پرمهال د میندو د مړینې کچه نوره هم زیاته شي.

په وروستیو کلونو کې د زېږون پرمهال د میندو د مړینه کچه په بېساري توګه ټيټه شوې وه. د راپورونو په اساس په ۱۳۹۸ کال کې د ۱۰۰زره زېږون څخه ۳۹۶ میندو خپل ژوند له لاسه ورکړی و.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق مشر اکلساندر ساشا ویلي چې په افغانستان کې په بېساري توګه د بشري بحران زیاتېدو سره ښځې او نجونې زیاتې اغېزمنې شوي دي.

ښاغلي ساشا زیاته کړې ده چې په هرو دوو ساعتونو کې یوه افغان مېرمن د ولادت او زېږون پرمهال د ستونزو له امله ژوند له لاسه ورکوي، پر وخت له اقدام پرته به دغه کچه نور هم زیاته شي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق استازي همدارنګه ویلي چې د دوی څېړنې ښه يي چې د ۲۰۲۱ کال د اګست میاشتې څخه وروسته په افغانستان کې جنسیتي تاوتریخوالی زیات شوی دی.

په دغه راپور کې همدارنګه راغلي چې په کندهار ولایت کې روغتیايي خدماتوته د نه لاسرسي او په دغه ولایت کې د روغتیايي مرکزونو د نشتوالی له امله د جنین سقط ته مجبورې شوي دی.

د مرستو غوښتنه

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق ویلي چې په افغانستان کې د ښځو ستونزو په ځانګړي ډول میندوارو مېرمنو سره د مرستې لپاره ۲۵۰ میلیون ډالرو ته اړتیا ده.

ملګرو ملتونو د دغې مالي غوښتنې هدف د میندو اړتیاو ته لاسرسی او د ۹.۳ میلیون افغانانو د ژوند خوندي کول بللي دي.

دغه صندوق زیاته کړې ده چې په دغه اندازه پیسو سره به د ۲.۲ میلیون امیندواره مېرمنو، ۲.۳میلیون پېغلو او ۲۸۹زره نورو مېرمنو لپاره چې د ولادت پرمهال وي په افغانستان کې مرستې ورسیږي.

د ملګرو ملتونو اندېښنې په دې اړه پر داسې مهال راپورته کیږي چې پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروسته د دغه هیواد د روغتیايي سیستم سره د نړیوالې د مرستو له کمېدو سره د دغه هیواد روغتیايي نظام د سقوط کېدو په اړه اندېښنې زیاتې شوي دي.

تر دې مخکې د ژوغورنې نړیوالې کمېټې د افغانستان د روغتیايي نظام د احتمالي پاشل کېدو په اړه خبرداری ورکړی و.چې ممکن د ۹۰سلنه روغتیايي مرکزونه په دغه هیواد کې بند شي.

یادې کمېټې ویلي و چې په دې کار سره به په میلیونونو کسان له روغتیايي خدماتو محروم شي.

XS
SM
MD
LG