د لاس رسي وړ اتصالات

د کانونو وزارت ۱۸ پخواني او برحاله چارواکي څارنوالۍ ته معرفي شوي


د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت د پخوانۍ سرپرستې نرګس نهان په ګډون د دغه وزارت ۱۸ پخواني او برحاله چارواکي لویې څارنوالۍ ته پېژندل شوي دي.

د کانونو او پټرولیم وزارت یوې معتبرې سرچینې امریکا غږ ته وویل چې دا چارواکي د اداري فساد، له صلاحیتونو څخه د ناوړې استفادې او د افغانستان د اقتصادي عالي شورا د اغفالولو په تور لویې څارنوالۍ ته معرفي شوي دي.

سرچنیې زیاته کړه چې په دغو چارواکو کې د کانونو وزارت یو مرستیال او څو تنه سلاکاران هم شامل دي.

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي له امریکا غږ سره په خبرو کې لویې څارنوالۍ ته د دغه وزارت د پخوانیو او برحاله جیګپوړو چارواکو معرفي کول تائيد کړل خو په اړه یې جزئيات ورنکړل.

خو تر اوسه دغو چارواکو او د افغانستان لویې څارنوالۍ په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په وروستیو څو ورځو کې درېیم ځل دی چې د افغانستان د دولت پخواني او برحاله چارواکي د اداري فساد په تور لویې څارنوالۍ ته پېژندل کېږی.

له دې وړاندې د افغانستان پلټونکې ادارې لویې څارنوالۍ ته د عامې روغتیا د پخواني وزیر فیروزالدین فیروز او د دغه وزارت د څلورو پخوانیو او برحاله مرستیالانو د معرفي کولو خبر ورکړ.

دغې ادارې ویلي چې له دې سره یې هم‌مهال څلور پخواني او برحاله والیان هم لویې څارنوالۍ ته معرفي کړي دي.

د افغانستان د پلټونکې ادارې د معلوماتو په اساس دغه چارواکي د کروناویروس په بودجه کې د اداري فساد په شک لویې څارنوالۍ ته معرفي شوي دي.

د افغانستان د پلټونکې ادارې مشرې غزال حارث د چهارشنبې په ورځ اګست ۲۶ (وږي پنځمه) خبریالانو ته وویل: "ټولې هغه دوسیې چې په کې هغه اسناد شامل دي چې په اساس یې موږ پلټنې وکړې او له مخې یې موږ شکمن کسان څارنوالۍ ته معرفي کړل، د نن ورځې تر پایه یې د څارنوالۍ ادارې ته لېږو".

دغو اقداماتو د یو شمیر منتقدینو غبرګونونه راپاروالي او ویلي یې دي چې د جینوا کنفرانس په درشل کې ځکه افغان حکومت پخواني او برحاله لوړپوړي چارواکي څارنوالۍ ته معرفي کړي ترڅو په دغه هېواد کې له فساد سره د مبارزې په برخه کې د نړیوالې ټولنې باور ترلاسه کړي.

خو د افغانستان پلټونکې ادارې مشرې دا ادعاوې په کلکه رد کړې.

XS
SM
MD
LG