د لاس رسي وړ اتصالات

بین الافغاني مذاکراتو کې لومړی ګام باید پر اوربند هوکړه وي ـ بشري حقونه


ټاکل شوې نن د سولې په اړه جدي بحثونه پيل شي.
ټاکل شوې نن د سولې په اړه جدي بحثونه پيل شي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي،د سولې مذاکراتي پلاوي دې د خپلو خبرو او پرېکړو بنسټ اساسي قانون، د بشري حقونو نړيواله اعلاميه او نړیوال تړونونه وټاکي.

د بشري حقونو کمېسیون نن چهارشنبه ډسمبر نهمه (لېندۍ۱۹) د «بشري حقونو نړیواله ورځ او د جګړې د قربانیانو د یاد ملي ورځ» په مناسبت اعلامیه کې له دواړو مذاکراتي پلاو څخه غوښتي چې د تاوتريخوالي د ختمولو او اوربند په برخه کې دي هم ژر هوکړه سره وکړي.

د افغانستان د بشري حقونو د کمېسیون مشرې شهرزاد اکبر ویلي چې لومړی باید د تاوتریخوالي کمېدو او اوربند ټینګېدو په اړه ګام واخیستل شي.

شهرزاد اکبر زیاته کړې: "د کمېسيون په اند تر ټولو لومړی ګام بايد د تاوتريخوالي ختمول او پر اوربند هوکړه وي. تر دې را وروسته، تلپاتې سولې ته د رسېدو لپاره، د سولې په پروسه کې د قربانيانو معنادار حضور او د تلپاتې سولې په اجنډا کې قربانيانو ته ځاى ورکول دي."

نوموړې د سولې مذاکراتو کې د جګړې د قربانیانو د حقونو پر خوندیتوب باندې هم ټینګار کړی دی.

د سولې خبرو کې د تاوتریخوالي پر کمېدو او اوربند ټینګېدو پر داسې مهال ټینګار کیږي چې تازه د افغانستان د یو شمېر ولایتونو څخه د وسله والو نښتو راپورونه ورکړل شوي دي.

تېره شپه د غزني ولایت په اندړو ولسوالۍ کې د ملي اردو یو مرکز ته نژدې موټر بم او وروسته وسله وال برید کې د ملي اردو دوه سرتیري وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

دفاع وزارت ویلي چې دغه برید طالبانو کړی، خو طالبانو تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا د مشر عبدالله عبدالله په وینا نن چهارشنبه د سولې د مذاکراتي ټېمونو ترمنځ جدي بحثونه پيلیږي.

عبدالله عبدالله تیره ورځ وویل چې د مذاکراتو په جریان کې د افغان حکومت او خلکو لومړنۍ غوښتنه د اوربند ټينګېدل دي. نوموړي له طالبانو څخه وغوښتل چې د اوربند ټینګېدو برخه کې یو «لوی ګام» واخلي.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالبانو مذاکراتي ډلو د تیري اونۍ د چهارشنبې په ورځ د بین الافغاني مذاکراتو د مقدمې په ګډون د طرزالعمل د نهايي کېدو خبر ورکړ.

د تیرې سپټمبر میاشتې پر ۱۲مه په قطر کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالبانو ترمنځ بین الافغاني مذاکرات پرانیستل شول، خو پر کاري طرزالعمل او ځینو نورو مسائلو هوکړې ته د نه رسېدو له امله مخامخ غونډې نوې تر سره شوي.

XS
SM
MD
LG