د لاس رسي وړ اتصالات

د موټرو پخوانی مستري او اوسنی معتاد


د موټرو پخوانی مستري او اوسنی معتاد
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:39 0:00

د میدان وردګو اوسېدونکو محب الله چې پخوا یې مستریتوب کاوه، له څو کلونو راهیسې په نشو اخته دی او اوس په غزني کې له نورو معتادینو سره شپې او ورځې سبا کوي.


د میدان وردګو اوسېدونکو محب الله چې پخوا یې مستریتوب کاوه، له څو کلونو راهیسې په نشو اخته دی او اوس په غزني کې له نورو معتادینو سره شپې او ورځې سبا کوي.

هغه وايي چې یو ملګري یې په پیل کې تریاک ورکول، چې وروسته په شیشه او پوډرو هم اخته شو.

هغه وايي "کله چې مې پوډر شروع کړل نو له دې سره مې دوکان هم له منځه لاړ او زندګي مې هم خرابه شوه، اوس یو نیم کال کېږي چې کور ته نه یم تللی او دلته مخدرات کاروم. زما ښه ژوند وو، دنیا مې وه، موټر مې وو، عزت مې درلود، اعتبار مې درلود، کار مې کاوه، خلکو به موټرې په اعتبار راته درولې خو اوس دلته تر پله لاندې پروت یم".

محب الله څو ځله درملنه کړې او د یوې مودې لپاره یې نشه يي توکي پرې ایښي، خو د بېکارۍ له لاسه یو ځل بیا په نشو اخته شوی دی.


XS
SM
MD
LG