د لاس رسي وړ اتصالات

د ننګرهار په شپږو ولسوالیو کې کوکنار کرل شوي


د ننګرهار په شپږو ولسوالیو کې کوکنار کرل شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:43 0:00

د ننګرهار د کرنې چارواکي وایي چې سږ کال هم د دغه ولایت په شپږو ولسوالیو کې کوکنار کرل شوي دي او د تېر کال په پرتله کمښت په کې نه دی راغلی.


د ننګرهار د کرنې چارواکي وایي چې سږ کال هم د دغه ولایت په شپږو ولسوالیو کې کوکنار کرل شوي دي او د تېر کال په پرتله کمښت په کې نه دی راغلی.

پولیسو په دغه ولایت کې د کوکنارو اړولو کمپاین پیل کړی چې تر دې مهاله یې په سلګونه جریبه ځمکه له کوکنارو پاکه کړې ده.

د کرنې مسئولین که څه هم په دې اړه درقیقې شمېر نه ورکوي خو وايي چې د کوکنارو کښت تر ډېره پهغه سیمو کې شوی دی چې د حکومت له واکه یو څه څنډې ته دي.

د ننګرهار د کرنې رئيس انعام الله ساپی وايي هڅه کوي چې کروندګر د بدیلو کښتونو له لارې قانع کړي چې د کوکنارو پر ځای نورو کښتونو ته مخه کړي.

هغه وايي "ډېر ژر به داسې کمپاینونه پیل کړو چې کروندګرو ته په دې اړه پوهاوی ورکړو، موږ په تخنیکي برخه کې پوره تیاری لرو چې دوی ته داسې نباتات ورکړو چې بیه به یې له کوکنارو ډېره لوړه وي".

بل پلو کروندګر وایي چې حکومت له دوی سره د بدیلو کښتونو په برخه کې لازمه مرسته نه کوي چې له همدې امله دوی له مجبورې ورځې د کوکنارو کښت ته مخه کوي.

دوی وايي که حکومت په عادلانه ډول خپلې مرستې پر کروندګرو ووېشي نو ډېری به یې د کوکنارو له کرلو لاس واخلي.

XS
SM
MD
LG