د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي په سعودي عربستان کې لسګونه بندي افغانان یې ازاد کړي او افغانستان ته یې انتقال کړي دي.
د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ مۍ لسمه (غوايي ۲۰) په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې «۱۴۱ افغانان د اوسېدو د اسنادو د نشتوالي له کبله د سعودي عربستان په زندانونو او توقیف خانو کې» بندیان وو.
اعلامیه وايي چې په سعودي عربستان کې د افغانستان سیاسي استازولۍ د هلو ځلو په پایله کې دا افغانان ازاد او د «اریانا افغان په بېلا بېلو الوتکو کې په وړیا ډول د جدي او ریاض له ښارونو څخه کابل ته» انتقال شوي دي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه د سعودي عربستان له همکارۍ څخه هم مننه کړې ده.
په سعودي عربستان کې لسګونه زره افغانان ژوند او کاروبار کوي چې یو شمېر یې د اوسېدو د قانوني اسنادو له کبله له یو لړ ستونزو سره مخامخ دي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزرات نه دي ويلي چې دا مهال په هغه هېواد کې څومره افغانان اوسیږي.
پر افغانستان سربېره د پاکستان، بنګله دېش او ځینو نورو هېوادونو اتباع هم په سعودي کې ژوند او کاروبار کوي.