د لاس رسي وړ اتصالات

افغان حکومت د عربستان په ابها هوايي ډګر د حوثیانو برید وغنده


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د سعودي عربستان د ابها په نړیوال هوايي ډګر باندې د یمن د حوثیانو برید یو تروریستي عمل بللی او به کلکه یې غندلی دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یو بیان کې ویلي تروریستي بریدونه او د غیرنظامیانو او ملکي تاسیساتو په نښه کول د اسلامي احکامو، نړیوالو میثاقونو او بشري حقونو په خلاف دي.

په بیان کې راغلي: "د افغانستان اسلامي جمهوريت چې په خپله د تروریزم او ترهګرۍ قرباني دی، د ملګري او ورور هېواد سعودي عربستان د امنیت او خلکو په وړاندې هر ډول تروریستي بریدونه په کلکه غندي".

تیره ورځ د سعودي عربستان دولتي تلویزیون رپوټ ورکړ چې د دغه هیواد د عسیر ښار په ابها نړیوال هوایي ډګر باندې د یمن د حوثي یاغیانو په راکټي برید کې یوه ملکي الوتکه سوځیدلې ده.

د سعودي په مشرۍ پوځي ایتلاف د چهارشنبې په ورځ فبرورۍ ۱۰ (سلواغې ۲۲) د یو بیان په خپرولو سره وویل: "د ابها هوایي ډګر په نښه کولو هڅه یو جنګي جنایت دی او د ملکي مسافرینو ژوند له ګواښ سره مخامخ کوي."

د حوثیانو پوځي ویاند یحیی سریع، وویل چې څلور بې پیلوټه الوتکو د ابها پر هوایي ډګر برید کړی دی. هغه وویل چې دغه برید پر یمن باندې د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف د بریدونو په غبرګون کې شوی دی.

د سعودي په مشرۍ ایتلاف په اعلامیه کې راغلي دي، چې په ملکي الوتکې باندې د راکټ د لګیدلو پر وخت دغه الوتکه چالانه نه وه او په کې لګیدلی اور یې ډیر ژر مړ شو.

حوثي یاغیان چې د ایران له لورې یې ملاتړ کیږي تل د بې پیلوټه الوتکو په واسطه په سعودي عربستان کې هدفونه پر نښه کوي، چې د سعودي عربستان د پوځي مقاماتو په وینا ډیر دغه ډول بریدونه شنډیږي.

د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف د ۲۰۱۵کال راهیسې د یمن د دولت په ملاتړ چې د حوثیانو په واسطه وپرزول شو، د حوثي یاغیانو پر ضد عملیات کوي.

ملګرو ملتونو ویلي دي چې په یمن کې روانه جګړه د اوسني عصر یو ستر بشري ناورین رامنځ ته کړی او اوسمهال ددغه هیواد د دریو نه دوه برخې اوسیدونکي د خوراکي توکیو د ترلاسه کولو له کړکیچ سره مخامخ دي.

XS
SM
MD
LG