د لاس رسي وړ اتصالات

پولیسو د نشه‌يي موادو د پلور او قاچاق په تړاو ۲۰ تنه نیولي


پولیسو د نشه‌يي موادو د پلور او قاچاق په تړاو ۲۰ تنه نیولي
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:02 0:00

د کورنیو چارو وزارت وايي د نشه‌يي موادو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د نشه‌يي موادو د پرچون پلورونکو او قاچاقبرو د نیولو لپاره عملیات کړي دي.


د کورنیو چارو وزارت وايي د نشه‌يي موادو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د نشه‌يي موادو د پرچون پلورونکو او قاچاقبرو د نیولو لپاره عملیات کړي دي.

د دغه وزارت د معلوماتو په اساس دا عملیات په کابل، بغلان، تخار، بلخ، غزني، فراه، خوست او هلمند ولایتونو کې ترسره شوي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال احمدضیا ضیا امریکا غږ ته وویل چې په دغو عملیاتو کې ۲۰ تنه د نشه‌يي توکو د قاچاق او پلور په تړاو نیول شوي دي.

هغه وایي "له نشه‌يي موادو سره د مبارزې پولیسو په څوو عملیاتو کې ۲۰ تنه د نشه‌يي موادو د پلورلو او قاچاق په تړاو نیولي دي. دغه کسان په تېره یوه شپه او ورځ کې په کابل، بغلان، تخار، بلخ، غزني، فراه، خوست او هلمند ولایتونو کې نیول شوي دي او پولیسو له دغو کسانو څخه یوه اندازه نشه‌يي مواد هم نیولي دي".

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو په اساس په نیول شویو نشه‌يي موادو کې هیرویین، ښيښه، اپین، چرس، الکول، کا ټابیلټونه او تخمر شوي ممیز شامل دي.

همداشان پولیسو له نیول شويو کسانو څخه ۴۰ زره پاکستانۍ کلدارې هم ترلاسه کړې دي.

د کورنیو چارو وزارت ویلي چې د یادو کسانو له ډلې شپږ تنه په کابل، دوه په لغمان، درې په بلخ، دوه په بغلان، درې په غزني او یو – یو کس په په فراه، خوست او هلمند ولایتونو کې نیول شوي دي.

XS
SM
MD
LG