د لاس رسي وړ اتصالات

ایران ته په مزدورۍ پسې تللی ځوان په نشو اخته شو


ایران ته په مزدورۍ پسې تللی ځوان په نشو اخته شو
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:53 0:00

د پکتيا يو اوسېدونکی چې ايران ته په کار پسې تللی وو،‌ هلته د دې پر ځای چې ګټه وکړي په نشه يي توکو روږدی شو.


د پکتيا يو اوسېدونکی چې ايران ته په کار پسې تللی وو،‌ هلته د دې پر ځای چې ګټه وکړي په نشه يي توکو روږدی شو.

جمشېد چې اوس مهال د پکتيا د روږدو کسانو د درملنې روغتون کې بستر دی، وايي چې ايران ته په کار پسې تللی و،‌خو هلته ايرانيانو په نشه يي توکو روږدی کړ.

دی زياتوي چې د ايران په اصفهان ښار کې يې مزدوري کوله،‌چې لومړی په ترياکو روږدی شو، څوارلس کاله يې ترياک او وروستي شپږ کاله يې نور مخدرات وڅکول.

هغه وايي "ملګري او ايرانيان به اطاق ته راتلل او ترياک به يې لږ لږ راکول چې پرې روږدی شوم. افغانستان ته چې راغلم، نشه مې زياته شوه. دلته مې شيشه او پوډر شروع کړل".

د ګڼ شمېر هغو افغانانو له جملې څخه چې ايران ته په کار پسې تللي او يا هلته د مهاجرت شپې سبا کوي،‌ يو شمېر يې په نشه يي‌توکو معتاد هېواد ته راستنېږي.

جمشېد وايي،‌چې په خپله کورنۍ کې يوازېنی کس دی، چې په نشه يي‌توکو روږدی شوی، خو زياتوي، چې په روغتون کې يې ښه تداوي شوې او تر وتلو وروسته به عادي‌ژوند ته ستون شي.

د پکتيا اوسېدونکی او په نشه يي توکو معتاد جمشېد له ځوانانو غوښتنه لري، چې له مخدره موادو ځانونه وژغوري. هغه وايي، چې مخدره مواد د انسان د تباه کېدو لامل ګرځي.
XS
SM
MD
LG