د لاس رسي وړ اتصالات

یوسف: پاکستان او طالبان د سرحدي کټارو د لګولو په اړه یو نظر لري


د پاکستان د ملي امنیت سلاکار معید یوسف
د پاکستان د ملي امنیت سلاکار معید یوسف

د پاکستان د ملي امنیت سلاکار ادعا کړې چې لا هم د افغانستان له خاورې څخه د پاکستان پر ضد استفاده کیږي او په وینا یې لوړپوړو پاکستاني او د طالبالنو چارواکو د افغانستان او پاکستان ترمنځ په پوله د کټارو د لګولو په هکله یو نظر لري.

د پاکستان د ملي امنیت سلاکار معید یوسف، د پنجشنبې په ورځ جنورۍ ۲۷ (سلواغې ۷) وویل هیڅ شک نشته چې د پاکستان ضد ترهګرې ډلې د افغانستان دننه فعالیت لري.

پاکستاني مقاماتو د طالبانو له واکمن کیدو دمخه هم ورته ادعاوی مطرح کړې وې خو د افغانستان د پخواني حکومت مقاماتو تل پاکستان ترهګرو ډلو ته په پناه ورکولو او د طالبالنو په ګډون د هغو ډلو په تمویل او ملاتړ تورن کړی و چې په افغانستان کې یې یاغیتوب کاوه.

د پاکستان د ملي امنیت سلاکار د خپل هیواد د پارلمان د بهرنیو اړیکو په یوه غونډه کې همداشان وویل چې د طالبالنو په حکومت کې د سلسه مراتب د نشتون په دلیل د افغانستان او پاکستان د پولې په اړږدو کې د اغزن سیم د لرې کولو پیښې رامنځته شوي دي.

دغه پاکستاني مقام زیاته کړه چې د پاکستان لوړپوړي مقامات او د طالبانو مقامات د سرحدي کټارو لګو په اړه یو نظر لري او په وینا یې هغه کسان چې ددې کار خنډ کیږي د طالبلنو د حکومت د سیاست استازیتوب نه کوي.

ښاغلي یوسف یو ځل بیا ټینګار وکړ چې پاکستاني طالبان د کلونو راهیسې د افغانستان د خاورې څخه د پاکستان پر ضد استفاده کړې ده او په وینا یې د افغانستان په خاوره کې د پاکستاني طالبانو شتون نشي کیدای چې په یوه شپه له منځه یوړل شي.

د طالبانو حکومت تر اوسه د دغه پاکستاني مقام د څرګندونو په اړه غبرګون ندی ښودلی.

پدې ترڅ کې د خیبر پښتونخوا په هنګو سیمه کې د تیلو او ګازو د استخراج په یو شرکت باندې د وسله والو کسانو په برید کې ددې شرکت یو ساتونکی وژل شوی دی. تحریک طالبان پاکستان ددې برید مسولیت منلی دی.

د پاکستان امنیتي مقاماتو ویلي چې بریدګرو ددغه بهرني شرکت یو ساتونکی له ځان سره بیولی دی.

دا پداسې حال کې دي چې پدې وروستیو کې د پاکستان د حکومت او د پاکستاني طالبانو ترمنځ د پټو مذاکراتو رپوټونه خپاره شوي دي او ددغو رپوټونو په اساس د دواړو خواو استازو د روانې میاشتې په پیل کې څو ځلې د خوست په ولایت کې سره کتلي دي.

XS
SM
MD
LG