د لاس رسي وړ اتصالات

د هند او مرکزي اسیا مشران: افغانستان کې دې همه شمول حکومت جوړ شي 


د هند او مرکزي اسیا د هېوادونو د مشرانو غونډه 
د هند او مرکزي اسیا د هېوادونو د مشرانو غونډه 

د هند او د مرکزي اسیا د پنځو هېوادونو مشرانو په افغانستان کې د یو پراخ او همه شمول حکومت د جوړولو غوښتنه وکړه.

د هند صدراعظم نریندرا مودي نن پنجشنبه جنوري ۲۷ (سلواغه اوومه) په یوې انلاین غونډه کې د تاجیکستان، اوزبیکستان، ترکمنستان، قزاقستان او قرغیزستان د رهبرانو د یوې غونډې مشري وکړه.

د دغو هېوادونو مشرانو په افغانستان کې د روان بشري بحران د مخنیوي لپاره د یوې ګډې کاري ډلې په جوړولو او د طالبانو د حکومت د رسمي پېژندلو پر موضوع باندې په بحث کولو توافق وکړ.

د دغې غونډې اعلامیه وایي چې په افغانستان کې د یو پراخ او همه شمول حکومت د جوړېدو، ترهګرۍ او نشه يي توکو سره د مبارزې، د بشر، ښځو او اقلیتونو د حقونو د ساتلو په اړه سیمه ایزه اجماع موجوده ده.

د هند د بهرنیو چارو وزارت یو چارواکي رینات ساندو وویل چې هند او د مرکزي اسیا د پنځو هېوادونو مشرانو د هند د چابهار بندر د پراخولو لپاره د یوې بلې کاري ډلې په جوړولو هم موافقه وکړه چې په وچه کې ایسار سیمه ایز هېوادونه اوبو ته لاره ومومي.

هند هڅه کوي چې د چابهار بندر د ګوادر بندر یو بدیل کړي او تازه یې ژمنه کړې ده چې ۵۰۰ میلیون ډالر به ددغه بندر په پراخولو او اورګاډي د پټلیو په جوړولو لګوي.

د هند حکومت همدغه راز اوزبیکستان ته د ۴۵۰ میلیون ډالرو په ارزښت پولي اعتبار برابر کړی چې د لویو لارو په پراختیا، د فاضلاب د سیستمونو او معلوماتي تکنالوژۍ په برخو کې ولګوي.

هند همدغه راز په ۲۰۲۰ اعلان وکړ چې د یو میلیارد ډالرو په ارزښت پولي اعتبار به د مرکزي اسیا د پنځو هېوادونو په واک کې ورکوي چې د سیمه ایز اتصال، انرژۍ او معلوماتي تکنالوژۍ په برخو کې یې ولګوي.

اخوا چین هم په سیمه کې د خپل نفوذ د پراخولو هلې ځلې کوي‌ او د ګوادر بندر کې یې پانګونې زیاتې کړې دي. پاکستان هند ته اجازه نه ورکوي چې د ګوادر بندر له لارې افغانستان او مرکزي اسیا ته لاره پیدا کړي.

د چین ولسمشر شيجینپینګ هم د سه شنبې په ورځ د قزاقستان، تاجیکستان، ترکمنستان او اوزبیکستانله مشرانو سره یوه انلاین غونډه لرله چې له دغو هېوادونو سره یې روابط ښه شي.

XS
SM
MD
LG