د لاس رسي وړ اتصالات

ولې د اسټرالیا او پاکستان تر منځ د کرکټ لوبې د راولپنډۍ پر ځای لاهور کې کیږي؟


پداسې حال کې چې ټاکل شوې وه د اسټرالیا او کوربه هیواد پاکستان د کرکټ د لوبډلو تر منځ د یو ورځنیو نړیوالو لوبو او شلو شلو اورونو لړۍ په راولپنډۍ کې شوې وی خو پاکستاني چارواکي وایي د سیاسي دلایلو په خاطر به دا لوبې په لاهور کې کیږي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد پدې هلکه په خبري کنفرانس کې وویل، " په پایتخت کې د سیاسي فعالیتونو له کبله دا لوبې لاهور ته لیږدلو کیږي".

د اسټرالیا لوبډله د شاوخوا ۲۴ کالونو وروسته د لومړي ځل لپاره پاکستان ته د ټیسټ، یو ورځینو نړیوالو او شلو شلو اورونو د لوبو لپاره دې هیواد تللې.

پداسې حال کې چې میلمه لوبډله لوبډله تر اوسه په پاکستان کې د کوم امنیتي ګواښ سره نده مخ شوې خو په پایتخت اسلام آباد کې د حکومت په طرفدارۍ او ضد مظاهرو له کبله به د دواړو لوبډلو تر منځ پاتې لوبې د پنډۍ پر ځای په لاهور کې وشي.

په پاکستان کې په ۲۰۰۹ کال کې د سریلانکا په لوبډلې د برید څخه وروسته نړیوالې لوبډلې دې هیواد ته د لوبو لپاره نه ورتلې خو په ۲۰۱۵ کال راپدیخوا یو شمیر لوبډلو د امنیتي ستونزو سره سره پاکستان ته د لوبو کولو لپاره زړه ښه کړی.

د پاکستان په کوربه توب ډیری لوبې په عربي متحده اماراتو کې کیدلې.

د اسټرالیا لوبډلې پداسې حال کې پاکستان ته د لوبو کولو لپاره زړه ښه کړی چې تر دې مخکې د نیوزلینډ او انګلستان لوبډلو پاکستان ته د امنیتي دلایلو په خاطر د لوبو لړۍ لغوه کړلې.

XS
SM
MD
LG