د لاس رسي وړ اتصالات

په پنجوايي کې د کوکنارو کروندګر وايي له مجبورۍ یې تاریاک کرلي 


په پنجوايي کې د کوکنارو کروندګر وايي له مجبورۍ یې تاریاک کرلي 
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:13 0:00

د کندهار ولایت د پنجوايي په ولسوالۍ کې د کوکنارو یو کروندګر وايي، چې د بې کارۍ او مجبورۍ له امله یې سږ کال د تاریاکو کر ته مخه کړې ده او اوس یې تاریاک حاصل ته نږدې شوي دي. 

د کندهار ولایت د پنجوايي په ولسوالۍ کې د کوکنارو یو کروندګر وايي، چې د بې کارۍ او مجبورۍ له امله یې سږ کال د تاریاکو کر ته مخه کړې ده او اوس یې تاریاک حاصل ته نږدې شوي دي.

که څه هم د کندهار په ځینو سیمو کې د کوکنارو نیښ وهل پيل شوي، خو د پنجوايي دا کروندګر وايي، چې کښت یې تازه حاصل ته رسېدلی دی.

د جمعه ګل په نوم د کوکنارو کروندګر سږ کال د کوکنارو د کښت لوی لامل دده بې کاري او د مرستو نشتون یادوي.

هغه وویل:” پوهیږو چې دولت خوابدوي. دولت یې نه پریږدي. اوس که دولت مونږ سره مرسته وکړي. نو خو موژ هم پوهیږو چې نشه ده تاوان لري. خلک پرې اخته کیږي“.

که څه هم د طالبانو د حکومت له لوري د کوکنارو پر کښت د بندیز اعلان وشو خو ددغه بندیز له اعلان راهیسې د نشه يي توکو نرخونه څو برابره لوړ تللي دي.

XS
SM
MD
LG