د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان پر خوست او کونړ بریدونه کړي؛ طالبانو کابل کې د پاکستان سفیر احضار کړی 


د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د پاکستان سفیر احضار کړی
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د پاکستان سفیر احضار کړی

وروسته له هغه چې د افغانستان پر خوست او کونړ ولایتونو د پاکستاني پوځیانو د هوایي ‌او راکټي بریدونو راپورونه ورکړل شول، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت نن شنبه اپرېل ۱۶ (وري ۲۷) په افغانستان کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان احضار کړ.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وویل چې امیر خان متقي او د دفاع وزارت مرستیال ملا شیرین اخند په دغه ناسته کې په خوست او کونړ ولایتونو کې د پاکستاني پوځ وروستي بریدونه غندلي او د مخنیوي غوښتنه یې کړې ده.

د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې د امیر خان متقي له قوله ویل شوي: "د خوست او کونړ په شمول د ټولو نظامي تخطیو مخنیوی دي وشي او دغه ډول پېښې د دواړو ګاونډیو هیوادونو تر منځ اړېکې ترېنګلې کوي چې له همدې ترینګلي حالت څخه به د دواړو هیوادو بد خواهان او مغرضې کړۍ سوء استفاده وکړي او بدې پایلې به ولري."

د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې افغان لوري لخوا د پاکستان سفیر ته اعتراضیه لیک وسپارل شو تر څو خپلو مشرانو ته یې ورسوي.

تر دې وړاندې یو شمیر طالب سرچینو امریکا ته ویلي چې پاکستاني ‌الوتکو د خوست په سپیرې ولسوالۍ هوایي بریدونه کړي او د کونړ په شلتن ولسوالۍ کې پاکستاني ملیشو توغندي اورولي دي.

سرچینو د نوم د نه ښودلو په شرط امریکا غږ ته تائید کړې چې پاکستاني الوتکو د خوست د سپیرې ولسوالۍ په څلورو کلو بمباری کړی او په دې بریدونو کې څه باندې ۳۰ ملکي وګړي وژلي او ۲۰ نور ټپیان دي.

هغوی ویلي دغه بریدونه د شنبې په سهار اپریل ۱۶ (وري ۲۷) سهار وختي په دریو بجو د وزیرستاني کډوالو په کمپونو شوي دي چې ښځي او ماشومان هم په مړو او ټپیانو کې شامل دي.

د طالبانو ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد پر افغانستان د پاکستان ننني بریدونه وغندل، هغه یې ظلم وباله او ویې ویل چې ډا ډول کړنې کولی شي د افغانستان او پاکستان ترمنځ دښمنۍ ته لار هواره کړي.

ښاغلي مجاهد وویل:" افغانان باید مجبور نشي چې اقدام وکړي. مونږ اوس کوشش کوو چې دا موضوع د سیاسي او دپلوماتیکو لارو حل شي او د بیا تکرار مخنیوی وشي. غواړو پاکستانی لوری هم پدې مورد تعمق او تعقل نه کار واخلي او اشتباهات تکرار نکړي چې بیا د افغانو حوصله که وازمایل شي بیا نتیجه یې منفي راوځي او د ملتونو ترمنځ د جنګ او مخالفت سبب کیږي او بیا به افغانان مجبوریږي چې د خپلې خاورې د دفاع لپاره په متقابل اقدام لاس پورې کړي."

پر کونړ راکټي بریدونه

همدا شان په کونړ کې طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي نجیب الله نن شنبه امریکا غږ ته ویلي چې پاکستاني ملیشو د شلتن ولسوالۍ پرچوګام سیمه توغندي اورولي دي.

مولوي نجیب الله زیاته کړې چې په بریدونو کې شپږ ملکي وګړي وژل شوي چې ښځي، ماشومان او د پاخه عمر کسان دي.

هغه وویل:"له تیرو ۳ درې ورځو راهیسې د ګاونډي هیواد له خوا د کونړ ولایت مرورې، شلتن او ناړۍ ولسوالیو په سرحدي ساحو توپونه ویشتل کیږي. خوبیګا د شپې په شلتن ولسوالۍ کی د کورونو د لګېدو له امله ۵ ښځې او ماشومان مړه او یو تن زخمي دی."

د کونړ ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس وویل چې دغه موضوع یې له مرکز سره شریکه کړې ده.

XS
SM
MD
LG