د لاس رسي وړ اتصالات

مکرون د فرانسې ولسمشریزې ټاکنې وګټلې - د رایو وړاندوینه


د فرانسې د ولسمشریزو ټاکنو په دویم پړاو کې د ټاکنو د وروستیو شیبو د وړاندوینې له مخې د فرانسې اوسنی ولسمشر ایمانویل مکرون خپلې سیالې مارین لوپن ته ماتې ورکړې ده.

د فرانسې د ټلویزیوني شبکو د رپوټونو له مخې د رایو په مرکزونو کې د رایو د عادي شمیرولو په بنسټ ویل شوي چې ښاغلی مکرون به ۵۷،۶ سلنه رایې وګټي او مېرمن لوپن به ۴۱،۸ سلنه رایې ترلاسه کړي.

د فرانسې د جمهوري ریاست ټاکنې وروسته له هغې دویم پړاو ته لاړې چې په لومړي پړاو کې هیڅ نوماند تر ۵۰ سلنې زیاتې رایې ونه ګټلې، هغه نصاب چې د ټاکنو د ګټلو لپاره اړین دی.

په لومړي پړاو کې، چې د اپریل په ۱۰ نیټه ترسره شو، ۱۲ کاندیدانو د ولسمشرۍ لپاره سیالي وکړه، چې په پای کې ایمانویل مکرون د ۲۷.۸۵ فیصدو او مارین لوپن ۲۳.۱ فیصد رایو په ګټلو سره دوهم پړاو سیالیو ته مخه کړه.

ایمانویل مکرون د ۲۰۱۷ کال د ولسمشرۍ ټاکنو په دویم پړاو کې مارین لوپن ته په ۶۶ سلنه رایو سره ماتې ورکړې وه.

په فرانسه کې، د میرمن لوپن په څیر هیڅ بل ښي اړخه کاندید هیڅکله هم د واک ترلاسه کولو ته دومره نه و نږدې شوی.

د اغلې لوپن بریا، چې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د تودو اړیکو په لرلو تورنه ده، ښايي نړۍ حیرانه کړې وای.

ټاکل شوې ده چې د فرانسې د انتخاباتو د دوهم پړاو رسمي نتیجې نن نیمه شپه اعلان شي.

پدې بریالیتوب سره به په دوو وروستیو لسیزو کې ایمانویل مکرون له ژاک شیراک وروسته د فرانسې لومړی ولسمشر وي چې د دویمې دورې لپاره ټاکل کیږي.

XS
SM
MD
LG