د لاس رسي وړ اتصالات

د فرانسې انتخابات؛ مکرون او لوپن مخکښ او نژدې سیالان دي 


په فرانسه کې د جمهوري ریاست ټاکنې د یکشنبې په ورځ اپریل ۱۰ (وري ۲۱) پیل شوې او د وړاندوینو له مخې دغه ټاکنې دوهم پړاو ته ځي چې اوسنی ولسمشر امانویل مکرون به د ښي اړخه افراطي ګوند "ملي اجتماع" د کانددیدې مارین لوپن، سره نژدې او سخته سیالي ولري.

سږکال د فرانسې ولسمشرۍ ته ۱۲ تنه نوماند شوي وو چې اته نارینه او څلور ښخې دي، په هغه صورت کې چې یو هم په لومړي پړاو کې ۵۰فیصده رای خپلې نکړي، انتخابات دوهم پړاو ته ځي او دوه مخکښ نوماندان به چې زیاتې رای یې خپلې کړي سره سیالي وکړي.

د رایو مرکزونه د سهار په شپږ بجو پرانستل شول او لومړنۍ موندنې ښیي چې د خلکو ګډون د ۲۰۱۷ کال په پرتله لږ کم و. د رایو مرکزونه د ماښام په شپږ بجو تړل کیږي او له هغه لږ وروسته به د فرانسې تلویزیونونه ابتدایي نتیجې خپرې کړي چې پخوا دغه شمیرې په اکثرو موارړو کې دقیقې وې.

لومړنۍ شمیرې ښیي چې ښاغلی مکرون تر اوسه مخکښ او ښي اړخه میرمن لوپن او چپ اړخه افراطي کاندید ژان لیوک میلانشان، په ترتیب سره په دوهم او دریم درجه کې دي.

سره له دې چې د میرمن لوپن، مخالفین نیوکه کوي چې هغه د خپلو ښي اړخه افراطي سیاستونو سره ټولنه د انشعاب لور ته بیایي، هغې په انتخاباتي مبارزه کې په فعاله رول لوبولو سره هڅه کړې چې یو معتدل انځور وړاندې کړي او د رای ورکوونکو اندیښنو ته، چې د لوړو بیو او اقتصادي مشکلاتو څخه یې لري، ځواب ووایي.

په مقابل کې اوسنی ولسمشر مکرون په انتخاباتي مبارزه کې فعال رول نه درلود او د اوکراین د جګړې په دلیل یې وروسته انتخاباتي مبارزې ته مخه کړه. هغه چې یواځې په انتخاباتي لاریون کې برخه اخیستې د هیواد خلکو ته یې ژمنه ورکړې چې کور، کار او ټولنیزې مرستې به زیاتې کړي.

ښاغلي مکرون د ۲۰۱۷ کال په انتخاباتو کې میرمن لوپن ته په دوهم پړاو رای اچونه کې ماتې ورکړه، خو څیړونکي اټکل کوي چې که انتخابات دوهم پړاو ته لاړ شي دا ځل به د ښاغلي مکرون او میرمن لوپن ترمنځ سیالي ډیره نژدې او سخته وي.

په فرانسه کې د جمهوري ریاست په ټاکنو کې ۴۸ میلیون وګړي د رای ورکولو حق لري، خو د ایپسوس بنسټ نظر پوښتنې چې د انتخابانو دمخه شوي ښیي چې څه دپاسه ۷۰ فیصده رای ورکوونکي د هیواد د راتلونکي ولسمشر د ټاکلو په اړه دوه زړي دي. همداشان دا نظرپوښتنې ښيي چې ښایي ۲۷ فیصده رای ورکوونکي اصلا په ټاکنو کې ګډون ونکړي.

د بریالیتوب په صورت کې به ښاغلی مکرون لومړنی ولسمشر وي چې په فرانسه کې په تیرو دوو لسیزو کې د دوهمې دورې لپاره انتخابیږي.

یو شمیر څیړونکي د ښاغلي مکرون بریالیتوب د اروپایي ټولنې د بریالیتوب په توګه ګڼي او د هغوی په باور د ښاغلي مکرون بیاځلي ټاکل کیدل به ددې سبب شي چې په اروپا کې د امنیت په برخه کې همکاري او پانګه اچونه زیاته شي.

فرانسه د اروپایي ټولنې د ۲۷ غړو هیوادونو ترمنځ دوهم ستر اقتصاد دی او ددې ټولنې هغه غړې ده چې د ملګرو ملتونو د امنیت په شورا کې د ویتو د رای حق او اټومي ځواک دی.

پداسې حال کې چې روسیې پر اوکراین پوځي یرغل کړی د مسکو د خشونت په وړاندې د اروپا د غبرګون د بڼې لپاره د فرانسې ځواک د اهمیت وړ دی.

XS
SM
MD
LG