د لاس رسي وړ اتصالات

پلار مې په ماشومتوب کې په چرسو راوستم- روږدی


پلار مې په ماشومتوب کې په چرسو راوستم- روږدی
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:50 0:00

د غزني ولایت د مقر ولسوالۍ اوسېدونکی نبي خان وايي، له لس کلنۍ په نشه يي توکو روږدی شوی. 

د غزني ولایت د مقر ولسوالۍ اوسېدونکی نبي خان وايي، له لس کلنۍ په نشه يي توکو روږدی شوی.

هغه وویل چې لومړی یې چرسو او بیا یې پوډرو ته مخه کړه او اوس پدې هڅه کې دی چې ځان څنګه له نشه يي توکو خلاص کړي.

نبي خان وايي، چې په خپلې کورنۍ کې یې پلار چرس څکول او په تاریاکو بیا په ایران کې معتاد شوی دی.

هغه وویل: "پلار مې چرس څکول. کله چې به مې ورور د چرسو راوړلو ته ولېږلم، ما به ترې لږ پټ کړل. وروسته په چرسو اخته شوم، بیا تاریاک شول، بیا ایران ته په مساپرۍ ولاړم، هلته نو ټولو تاریاک څکول، زه هم پرې عملي شوم."

نبي خان چې اوه کسه واړه ماشومان لري، واېي اوس له دې عمل د خلاصېدو لاره نه ویني.

هغه واېي: "اوس مې نشه په وینه کې ګډه شوې، خلاصېدل ترې ناممکنه بریښي. ما ډېر کوښښ کړی."

د نبی خان په وینا، شپږ میاشتې یې نشه پرېښوده او تداوي یې وکړه خو نتیجه ېي ورنه کړه. هغه وایي کله چې د ملګرو سره به مخ شوم بیرته به په نشو اخته شوم.

نبي خان همداشان وویل: "ما اوه میاشتې ډېر تکلیفونه ولیدل. دا ټول وخت مې حتی خوب ونه کړ، خو بیا څوک «نشه‌یي» په مخه درشي، بېرته ورسره نشه وکړې."

د نبي خان ماشومان له شاوخوا کورونو او کلیو څخه خیرات ټولوي او په همدې کور چلوي. خو نبي خان بیا په مزدورۍ ګټلې هره ورځ شاوخوا دوه او یا درې سو افغانیو نشه يي مواد اخلي.

نبی خان د طالبانو د حکومت د مخدره مواد د بندیز فرمان څخه خوښ ندی، ځکه دی واېي د مخدره موادو بیي اوس څو برابره لوړه شوی دی.

دده په څیر په افغانستان کې زیات شمیر وګړي په نشه يي موادو روږدي دي. په غزني کې د محلي شمیرو له مخې تر اویا زره په نشه يي موادو روږدي شته دي.

XS
SM
MD
LG