د لاس رسي وړ اتصالات

بلخ ته ګڼ شمیر هلمندي نیښګر نیښ وهلو لپاره ورغلي دي 


بلخ ته ګڼ شمیر هلمندي نیښګر نیښ وهلو لپاره ورغلي دي 
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:55 0:00

سږ کال یو وار بیا د بلخ ولایت هغو سیمو ته چې کوکنار یې حاصل ته رسیدلي په لسګونو هلمندي نیښګر ورغلي او وايي، چې د نیښ وهلو له لارې خپلو کورنیو ته روزي پیدا کوي. 

سږ کال یو وار بیا د بلخ ولایت هغو سیمو ته چې کوکنار یې حاصل ته رسیدلي په لسګونو هلمندي نیښګر ورغلي او وايي، چې د نیښ وهلو له لارې خپلو کورنیو ته روزي پیدا کوي.

بلخ ولایت ته هر کال د هلمند څخه د کوکنارو د نېښ وهلو لپاره په لسګونو نېښګر ورځي.

د بلخ ولایت په چمتال ولسوالۍ کې د هلمند څخه راغلي د کوکنارو په نېښ بوخت دغه نېښګر وايي چې نېښ وهل ددوی کسب دی.

یو هلمندی نېښګر صدیق الله وايي: " دلته په نېښ پسې راغلی یم. روزي په کې پیدا کوم. پنځلس ورځې دلته د کوکنارو نېښ وهم ".

صدیق الله وايي چې هغه د کوکنارو د نېښ په بدل کې د کوکنارو پنځمه یا شپږمه حصه حاصل اخلي.

د صدیق الله په وینا د کوکنارو کر او نېښ وهل یوازینی کار دی چې هغه یې کوي.

صدیق الله وایی چې د هغه لومړی کال دی چې بلخ ولایت ته په نېښ وهلو پسې راغلی دی، خو وایي چې د هغه ملګري هر کال د کوکنارو دنېښ وهلو لپاره بلخ ته راځي.

سږ کال د بلخ په مختلفو ولسوالیو کې د کوکنارو پراخ کر شوی دی او بل لورته کروندګر وايي، چې پدې وروستیو کې او وروسته له هغه راهیسې چې د طالبانو مشر د کوکنارو کر بند کړ د اپینو بیعه لوړه ختلې ده.

XS
SM
MD
LG