د لاس رسي وړ اتصالات

ترکیه: که زموږ اندیښنو ته پام ونشي، ناټو کې به د فنلنډ او سویډن د غړیتوب مخه ونیسو


ترکیې د چهار شنبې په ورځ مې ۲۵ (غبرګولي څلورمه) وویل که فنلنډ او سویډن ددې هیواد امنیتي اندیښنو ته پام ونکړي، انقره به د ناټو یا شمالي اتلانتیک تړون سره د یادو هیوادونو د یوځای کیدو د غوښتنې مخه ونیسي.

د ترکیې د جمهوري ریاست ویاند ابراهیم قالین په انقره کې د سویډن او فنلنډ له استازو سره تر ملاقات وروسته وویل دغو دوو هیوادونو ته یې د ترکیې اندیښنو ته د رسیدګي په اړه د مراحلو او وخت په اړه روښانه پیغام ورکړی دی.

ترکیه وایي یادو هیوادونو د کردستان د کارګر ګوند غړو ته پناه ورکړې ده ، هغه ډله چې انقره او غربي متحدین یې د ترهګره ډله بولي.

وروسته له هغه چې روسیې د فبروري په ۲۴ نیټه پر اوکراین برید وکړ، سویډن او فنلنډ تیره اوونۍ له ناټو سره د یوځای کیدو وړاندیز وکړ. سره له دې چې ناټو سره د یادو هیوادونو د یوځای کیدو هیلې زیاتې دي، خو دې هدف ته د رسیدو په وړاندې یوازینۍ خنډ ترکیه ده.

ښاغلي قالین وویل چې د سویډن او فنلنډ استازو څرګنده کړه چې د ترکیې په اندیښنو خبر دي اما "وبه ګورو چې هغوی څه ګامونه پورته کوي."

انقرې همدارنګه تور پورې کړې چې یادو هیوادونو د فتح الله ګولن ملاتړو ته هم پناه ورکړې ده، هغه روحاني چې په امریکا کې دی او انقره غواړي نوموړی په هغه هیواد کې د ۲۰۱۶ کال د ناکامه کودتا په تور ونیسي.

سویډن په ۲۰۱۹ کال کې پر سوریې د انقرې د برید له امله پر هغه هیواد د وسلو په پلور محدودیت ولګاوه.

د ترکیې د جمهوري ریاست ویاند وویل چې ددغو محدودیتونو په رفع کیدو کې د فنلنډ او سویډن چلند مثبت ښکاره کیږي.

ښاغلي ابراهیم قالین زیاته کړه:"مناسبه نده چې د ناټو متحدین پر یو بل محدودیتونه وضع کړي ځکه دا اقدام ائتلاف کمزوری او دښمنان خوشاله کوي."

متحدو ایالتونو له ناټو سره د سویډن او فنلنډ د یوځای کیدو د وړاندیز هرکلی کړی دی او ویلي یې دي چې ډاډمن دي چې له ترکیې سره به شته مشکل هوار شي.

روسیې د سویډن او فنلنډ له دې اقدام سره مخالفت کړی او هغه یې "تیروتنه" بللې ده.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت خبرداری ورکړی غرب باید شک ونلري چې ګواکې مسکو به په سادګۍ سره په ناټو کې د فنلنډ او سویډن یوځای کیدو وزغمي کړي.

XS
SM
MD
LG