د لاس رسي وړ اتصالات

د اوکراین د پرمختګ ادعا او د فنلنډ او سویډن پر غوښتنې د پوتین غبرګون 


د یوکراین پوځ وايي چې روسي ځواکونه یې په شا تمبولي دي
د یوکراین پوځ وايي چې روسي ځواکونه یې په شا تمبولي دي

د اوکراین د دفاع وزارت وايي چې ځواکونو یې د خارکیف په سیمه کې د تهاجمي عملیاتو په مخنیوي کې د روسیې ځواکونه په شا تمبولي او هغه سیمې یې بېرته نیولې چې اوکراینیان د روسیې سرحد ته نژدې کوي.

د اوکراین د دفاع وزارت نن دوشنبه مۍ ۱۶ (غوايي ۱۶) یوه ویدیو خپره کړې چې په کې ویل کېږي ځواکونه یې په سرحد کې دي او یو سرتېری په کې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي ته په خطاب کې وايي: «موږ دلته یو.» د دغه وروستي پرمختګ تائید لا نه دی شوی.

د اوکراین له دویم لوی ښار، خارکیف څخه د روسي ځواکونو له شړلو وروسته، د اوکراین ځواکونو ویلي دي چې ځینې نور ځایونه یې هم نیولي. دوی اوس د دونباس په سیمې باندې په تمرکز کولو سره هڅه کوي د روسیې ځواکونه په ایزیوم کې له خپل مقر څخه په شاه وتمبوي.

د ولسمشر زیلینسکي مشاور میخایل پودولیاک په خپل ټویټر کې لیکلي دي: «کرملین د کیف، خارکیف او اودیسه د نیولو خوب لیدلی و او یا لږ تر لږه د دونیتڅک او لوهانکس د نیولو. خو اوس د سرتېرو د کموالي له کبله د روسیې ځواکونه په لوهانسک کې متمرکز دي. موږ د میګالومینیا [په نورو د تسلط د ځواک تمرین] د امپراتورۍ درملنه روانه ساتو او مسکو له حقیقت سره مخامخ کوو.»

ښاغلي زیلینسکي د یکشنبې په ورځ وویل چې اوکراین په دونباس او جنوبي سیمو کې د روسیې نویو بریدونو ته چمتوالی نیسي.

هغه وویل: «نیواکګر لا هم نغواړي اعتراف وکړي چې له بن بست سره مخامخ او تش په نامه ځانګړي عملیات یې دیوالي شوي دي.»

ناټو کې د فنلنډ او سویډن د غړیتوب پر غوښتنې د پوتین غبرګون

د تازه پرمختګونو دا خبرونه داسې مهال خپرېږي چې د روسیې ولسمشر ولاديمیر پوتین نن دوشنبه لویدیځ ته خبرداری ورکړ که ناټو په فنلنډ او سویډن کې خپل پوځي حضور ډېر کړي، مسکو به غبرګون وښيي. دغو دواړو هېوادونو اعلان کړی چې غواړي د ناټو غړي شي.

ښاغلي پوتین د روسیې په مشرۍ د پخواني شوروي‌ اتحاد د غړیو دولتونو د پوځي ایتلاف مشرانو ته وویل چې د امریکا له لوري د ناټو د ۳۰-غړیو هېوادونو پراختیا د نړۍ د ثبات خرابولو لپاره د «تیري» په توګه کارول کېږي.

نوموړي وویل چې په ناټو کې د دغو دوو هېوادونو په زیاتولو سره د ناټو له لوري کوم مخامخ ګواښ نشته خو، «په دې قلمرو کې د پوځي تاسیساتو پراختیا به زموږ غبرګون راوپاروي».

نوموړي په کرملین کې په خپلو خبرو کې وویل: «دا [غبرګون] به څه وي- موږ به وګورو چې موږ ته څه ډول ګواښونه زېږول کېږي. له هېڅ دلیل پرته ستونزې زېږول کېږي. موږ باید ورته عمل وکړو.»

د پولنډ ولسمشر ساولي نینیستو او لومړۍ وزیرې سانا مارین تېره ورځ اعلان وکړ چې هېواد یې په ناټو کې رسمي غړیتوب غواړي. ولسمشر یې وویل: «دا یوه تاریخي ورځ ده او یو نوی پړاو پیلېږي.»

سویډن هم په ناټو کې د غړیتوب اخیستلو اعلان کړی او په دې کار سره یې خپل دوه سوه کلن پوځي ناپیلیتوب پای ته ورسوه. خو د سویډن واکمنې ډلې له دغه کار سره مخالفت کړی دی.

د ناټو عمومي مشر ینس سټولټنبرګ ویلي دي چې په ناټو کې به دې دواړو هېوادونو ته هرکلی وویل شي.

د ناټو مرستیال مشر میرچا جوانا په برلین کې، چې د ناټو غړي هېوادونو د سویډن او فنلنډ د غړیتوب په مسئلې خبرې کولې، وویل چې «فنلنډ او سویډن له مخکې هم د ناټو نژدې ملګري» وو.

روسیې وار له واره په فنلنډ کې د ناټو د غړیتوب غوښتنې له کبله برېښنا پرې کړې ده. فنلنډ خپله لس سلنه انرژي له روسیې څخه انتقالوي.

سویډن او فنلنډ له هغه وروسته د ناټو د غړیتوب ترلاسه کولو هلې ځلې پیل کړې چې روسیې د فبرورۍ په ۲۴ په یوکراین باندې یرغل پیل کړ. یوکراین هم غوښتل چې د ناټو غړی شي خو روسیې یې مخالفت کاوه.

XS
SM
MD
LG