د لاس رسي وړ اتصالات

هغه ځوان چې بیکارۍ له کبله معتاد شو


هغه ځوان چې بیکارۍ له کبله معتاد شو
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:33 0:00

د کابل ښار د کارته نو په سیمه کې په مخدره موادو یو روږدی وايي، سره له دې چې څو ځله یې درملنه کړې ده خو د بې کارۍ له امله بیا په نشه يي توکو راغلی او له نشو ندی خلاص شوی.

د کابل ښار د کارته نو په سیمه کې په مخدره موادو یو روږدی وايي، سره له دې چې څو ځله یې درملنه کړې ده خو د بې کارۍ له امله بیا په نشه يي توکو راغلی او له نشو ندی خلاص شوی.

دا معتاد محمد عمر نومیږي او وايي اته اووه کاله کیږي په چې په مخدره موادو اخته دی.

دی وايي، د طالبانو له راتګ سره په هغه سیمه کې چې دی اوسي نشه يي توکي کم شوي، خو ددغه د اعتیاد لوی لامل بې کاري ده.

محمد عمر وايي:”مخکې مې دیاړي کوله. اوس دیاړي هم نشته. یو څوک چې دیاړي پسې راشي، سل دوه سوه کسان پسې منډې وهي. مونږ ته چانس نه پیدا کیږي“.

محمد عمر د خپلو وروڼو او سپین‌ږېري پلار په وسیله څو ځله تداوي شوی دی، خو نن سبا بیا هم د کابل ښار په سړکونو او واټونو کې شیشه وهي.

هغه وایي: ”وروڼه مې زما تداوي کوي، خو چې بېرته راووځم، نو له بې کارۍ بېرته پرې اخته کېږېم“.

عمر غوښتل په راتلونکي کې له ځان نه ښه انجینر جوړ کړي، خو نشې هر څه تالا کړل. هغه وایي: ” تر یوولسم مې مکتب وویل، غوښتل مې ښه انجینر شم، خو اوس زړه مې مات دی، کار نه شته“.

دده په څیر په افغانستان کې په سلګونو زره معتادین د بې کارۍ له امله اعتیاد ته د مخه کولو وايي. که څه هم د بې کارۍ له امله د معتادینو د شتون کره شمیره نشته خو په افغانستان کې د اعتیاد تر شاه لوی لامل بې کاري بلل کیږي.

XS
SM
MD
LG